افغانستان

مسکو: داعش او نشه‌يي توکي په افغانستان کې زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، په افغانستان کې داعش ډله او نشه‌يي توکي د مسکو لپاره د اندېښنې ستر لامل دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر سره په مسکو کې کړي دي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنیف اتمر مسکو ته د خپل  رسمي سفر پر مهال له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال د سولې او د افغانستان په وضعيت غږېدلی دی.

لاوروف ويلي، داعش ډله په افغانستان او په ځانګړې توګه په شمالي ولايتونو کې د خپل نفوذ د زياتولو هڅه کوي، تر څو د منځني اسيا هېوادونو ته لاس رسی پيدا کړي او دا کار د روسيې په ګډون د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره ستر سرخوږی کېدای شي.

نوموړي همدارنګه د نشه‌يي توکو د زياتېدو په اړه هم اندېښنه ښوولې او زياته کړې يې ده، چې بدبختانه د نړۍ ۹۰ سلنه نشه‌يي توکي له افغانستان صادريږي.

د افغانستان سولې په تړاو سرګي لاوروف ويلي، د طالبانو په شمول ټول ښکېل لوري بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال ويلي، د نشه‌يي توکو او داعش ډلې په اړه د مسکو اندېښنې پر ځای دي او که طالبان د سولې تړون کې پر کړو ژمنو عمل وکړي، نو دا اندېښنې په بشپړ ډول له منځه تلی شي.

نوموړي له روسيې په ټينګار سره غوښتي، چې د طالب مشرانو نومونه تر هغه پورې له تور ليسته ونه باسي، تر څو يې چې د سولې په تړون کې پر کړو ژمنو عمل نه وي کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x