نړۍ

پاکستان: په پنجاب کې دآي ايس آي لس تنه افسران ووژل شول

دپاکستان دپنجاب ايالت دچکوال په سيمه کې نن له سخت دريځو سره ديوې جګړې پرمهال دپاکستان دپوځي څارګري ادارې لس تنه افسران ووژل شول.
دتفصيلاتو ترمخه دغه نښته دچکوال دسيمې دچمبل په غرنۍ سيمه کې هغه مهال ونښتله چې پاکستاني پوځيانو،پوليسو دڅارګري ادارې دمامورينو دراخلاصولو په نيت دلته عمليات پيل کړل.

دغه کسان نژدې دوه اونۍ وړاندي دمذهبي تندلارو له لوري تښتول شوي او دچمبل په غرنۍ سيمه کې ساتل شوي وو.
پوځيانو اوپولیسو نن سهار وختي سيمه ترمحاصرې لاندي ونيوله او دسخت دريځو په مورچو اوپټنځايونو يې د توغندويو او درنو وسلو ډزي پيل کړې.
خو وسله والو مخالفينو سخت مخالفت وکړ او دشا له لوري په بريد کې يې دپاکستان دپوځي څارګرۍ ادارې ملټري انټلي جنس (ايم آي) پنځه تنه افسران ووژل.
نن آسيا دځانګړو سرچينو له لوري خبره شويده چې د دغې ادارې پنځه تنه نور يرغمل مامورين هغه مهال ووژل شول چې پوځيان د وسله والو پټنځايونو ته ورنژدې شول.
دپاکستان پوځي وياند په دغه جګړه کې د څو تنو تندلارو دوژلو ادعا هم وکړه او زياته يې کړه چې جګړه لاهم روانه ده.
دوياند په وينا ددغې جګړې جزييات به وروسته درسنيو په واک کې ورکړل شي.
ياده دي وي چې دپاکستان دپنجاب ايالت جنوبي برخه چې زياتره اوسيدونکې يې سراييکيان او نيازي پښتانه دي له اوږدې مودې د مذهبي وسله والو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز ګڼل کيږي. دپاکستان دجهادي ګوندونو زياتره مشران په همدغه سيمه پوري تړلي دي په داسې حال کې چې دشيعه ګانو پرضد فعال وسله وال تنظيم سپاه صحابه هم دلته ژوري ريښې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x