افغانستان

«په تېرو دوو اونیو کې حکومت اتیا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل):طالبان وايي، حکومت‌ پلوه دولتي‌ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې پر ولسي‌ وګړو د هوایي بریدونو چاپو‌په لړ کې اتیا تنه ولسي‌ وګړي‌ مړه او ټپیان کړي.

د طالبانو له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دولتي‌عسکرو‌په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په څلورویشت ولایتونو کې پر ولسي وګړو ۴۳ واړه او لوی بریدونه کړي چې له امله یې ۳۵ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي، چې په دې هوایي او توغندیزو بریدونو او چاپو کې له اوښتې مرګ ژوبلې هاخوا ۲۸ .تنه نور له خپلو کورونو څخه نیول شوي او بندیان شوي هم دي

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دولتي عسکرو په عملیاتو کې  ۳ بابه مساجد، ۱ باب کلینیک، ۵۴ بابه د ملکي خلکو کورونه، ۱۷ بابه دوکانونه هم بمبار او تخریب کړي، او د ملکي خلکو ۷ عرادې وسائط او ۴۰ رأسه مواشي یې له منځه وړي.

طالبانو پر ملکي وګړو بریدونه ظلم او جنایت« بللي‌او د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو یې غږ کړی، چې  د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې ګامونه اوچت کړي.

حکومت که څه هم تر دې دمه د طالبانو له لوري د ولسي‌تلفاتو خپرو شویو ارقامو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» ویلي و، په تېر میلادي کال د ملکي تلفاتو دوه ویشت سلنه یې د دولت‌ پلوه ځواکونو د عملیاتوله امله رامنځته شوي‌او یوولس سلنه نور یې د داعش او نورو ډلو له امله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x