شعـــــرونه

ګرانه شهیده هېروی دې نشم/ زهاد

تپاند زهاد

زما شهید شهیده ګرانه  هیروی دې نه شم
لمبه لمبه شوې پر قرانه هیروی دې نه شم

ته د ریښتینو مؤمنانو څخه وې اتله
د رب لپاره شوې قربانه هیروی دې نه شم

د اسلام شمعه دې په خپلو وینو بله کړله
ورته لوګی شوې قدردانه هیروی دې نه شم

پاک شهادت دې مبارک شه تبریکي درکوم
د اویا حورو شوې جانانه هیروی دې نه شم

ته د اُمت د زړه ټکور وې صدقه دې شمه
وې د اسلام ستر قومندانه هیروی دې نه شم

لکه ماشوم دې کرۍ شپه تصویر ته وژړیږم
اخ څنګه هیر دې کړمه ځانه هیروی دې نه شم

نه مې ارام شته نه سکون تل ناقراره یمه
تپاند زُهاد ستا له هجرانه هیروی دې نه شم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x