افغانستان

اشرف غني: راتلونکی ولسمشر یوازې‌ د خلکو په رایو ټاکل کېدای شي

aنن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل):داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو له دوام سره هم مهاله د لنډمهالي حکومت اوازې هم ګرمې شوې دي؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یو ځل بیا څرګنده کړې، چې د کومې سیاسې هوکړې په صورت کې له واک نه تېرېږي او د رایو له لارې د حکومت د مشر په ټاکلو به قناعت کوي.

غني ‌چې د عسکر د ورځې په مناسبت یې کابل کې رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د افغانستان ملت حق لري ‌چې د راتلونکي لپاره خپل ولسمشر په قانوني توګه د رایو له لارې وټاکي او له دې پرته به دولتي عسکر دا ثابته کړي چې د ملت په اراده کې تغیر یوازې له قانوني لارو راتلای شي.

غني وړاندې‌ پر دولتي عسکرو ویاړ کړی او هغوی یې د افغانستان تر څنګ د نړۍ ساتونکي هم بللي، چې دده له قوله، په پښو درېدلو ته یې لږ وخت پاته دی او د پخوا په خلاف اوس په نورو د ځان ساتنې په ځای د افغانستان عسکر د نړۍ امنیت ساتي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبانو ته په اشارې پر هغوی تور لګولی، چې غوښتل یې د افغانستان حکومت سقوط کړي‌او خاوره پر څو برخو وویشي؛‌خو دده په خبره، هغوی بریالي نشول.

غني په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې او د سولې د نشتون پړه‌ پر نړیوالې ‌‌ټولنې اچولې، چې دده په خبره، د افغانستان ولس یې د سولې له حق محروم ساتلی.

غني د سولې په پروسه کې د دولتي عسکرو رول اړین وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هغوی ملاتړ او تجهیز د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

د غني‌ له لوري‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی او له یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د ګډو ناستو‌پیل یو ځل بیا د مذاکراتو بریا ته هیلې راټوکولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

واي چي یوه زمینداره ته د هغه تعلیمیافته ملګري مشوره ورکړل چي په زوی د کښت او کروندې کارونه مه کوه، مکتب ته یې واچوه، دولتي مامور به سي، ښه تنخوا به کور ته راوړي. ده هم خوښه کړل او زوی یې مکتب ته واچاوه. اوس نو د ده زوی وو اوکتابونه وه او مطالعه وه. نه یې دا ورته ویلای سوای چي ځمکي ته اوبه ورایله کړه، یا غوا ته شپشتي راوړه. ګرده کارونه به یې خپله کول. چي یوه اونۍ داغسي تیره سول، آخر ورته تفس تنګی سو او ورته وې ویل چي ورسه ورسه د غواوو ګورم… نور لوستل »

طوطی

طالبانو خو له ۶۰-۷۰ فیصده خاوره د افغانستان په خپل کنترول کی لری نو ولی بیا له انتخاباتو څخه ویره لری؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x