د لنډې کیسې کرکټرـ پنځمه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

دکرکټر انځورونه
کرکټرکښنه (Crarcterizing)دوه لارې لري:
 ښوودنه (Showing):په دغه ډول کرکټرانځورونه کې د کرکټر د کړنو يا خبرو له  لارې هغه پېژنو.وروسته به ډېرپرې وغږېږو.
 روايت (Telling):دلته بياليکوال په خپله کرکټرلوستونکي ته ورپېژني.
کرکټر له څواړخه کولاى شوچې انځورکړولومړى يې ظاهري انځورونه دويم هم دکرکټر باطني يااروايې انځورونه،اودرېيم يې دکرکټر ټولنيزموقف ته په کتو انځورونه ده. موږ يې په ظاهري اړخ ځکه غږېږوچې اروايې هغه به يې په بېل سرليک کې ولولو.دکرکټر دظاهري انځوروني له پاره دکيسې ترليکلو مخکې بايد دافکروکړوچې :
 زموږدکيسې کرکټر بايد څوک وي ياڅوک دى؟
 په کيسه کې شوې پېښه چاته ورپېښه شوې ؟
 هغه په ټولنه کې دکوم موقف خاونددى؟
 عمر يې څومره دى؟
 کورنى ژونداوټولنيزې اړيکې يې څه ډول دى؟
او….
هيڅکله دکرکټرپه ټاکلوکې کرکټر فرضي ياهم خيالي مه ټاکئ.کوشش وکړئ پېښه په يوداسې چاپورې وتړئ چې تاسې يې ښه پېژنئ اوپورته ټولوپوښتنو ته بشپړځوابونه ويلى شي.مثلاغواړوپه يوه کيسه کې يوه کونډه چې يواځې يولس کلن زوى لري اوپه کونډتوب يې دوه کاله تېرشوي.دمېړه دورورله خواورسره په زوره واده شوى او له خپلې بن سره يې ژوندخراب دى.ددې زوى دهغې د څلورو زامنولکه نوکرداسې دى .که دغه ښځه زموږدکيسې کرکټر وي.داسې يې نه شوانځورولاى چې هغه به ښايسته ،سره سپينه وي_که څه هم ځينې ليکوال  له کرکټرسره دلوستونکي دخواخوږۍ يوه لاره دهغه پرښځينه توب سربېره ښکلاهم بولې_ډېره به خاندې،اوچې په پخلنځي کې يواځې کېږي له ځان سره به وروسندره زمزمه کوي.
په ټولنه کې داسې ډېر څه شوني دي چې که په کيسه کې راوړل شي لوستونکي به ليکوال لېونى وبولي،ځکه چې په ورځني ژوندکې دهغسې چاروسلنه بېخې کمه وي.لکه پورته مثال ممکن دغسې کوڼډې هم پيداشي خودابه نه نوي اعشاري نه نوي سلنه له امکانه وتې خبره وي.ځکه زموږپه ټولنه کې کونډه په زوره دخنداحق نه لري،ښايسته جامې نه اغوندي،اوسره سپينه به ځکه نه وي چې زموږ ښځې که په مېړه پسې ځان نه سېځي خو دويښتانوشو کول ، دجاموڅېرول اوپه هره ښادي کې لکه سوالګره داسې چلېدل  کوي.خوکه فرضا کومه کونډه دټولنې له خوا دغه رواج شوي اصول مراعات نه کړي.نونوم يې په کلو-کلو دسيالانودپېغوروپه ليست کې وي.موږهم دخپلې ټولنې دودو ته په کتو سره پورتنى کرکټر داسې انځورو:
دژمي په شنويخوکې دنن غرمې پيتاوي دې ته بل ډول خوند ورکړ.ببرويښته يې ترسوري –سوري پړوني لاندې کړل.لاس يې په سترګو وموښه ترسترګوراګرځېدلې تورليکې يې دپړوني په ګردو سپېرې شوې.له کميسه ځړېدلي زربرخ يې کش کړل ،ويې غورځول اولمن يې په ګونډوهواره کړه.دېوال ته يې تکيه وکړه مخامخ لمر ته کېنسته. سوړاسويلى يې ويوست:حميده ګله!که دې پلاژوندى واى تا به هم لکه دسرې زامن خپل سبق وايه.د دوى سېرلي به د نه ورڅرول.
په پورته انځورکې يوه کونډه سمه ځکه انځورشوې چې جامې يې شلېدلې،پړونى يې سورى-سورى،ويښتان يې ببر،دپيتاوي ارمانجنه ،ترسترګويې تورې ليکې راتاوو،لاسونه يې سپېره،دزوى اندېښمنه ،دبنې اودهغې له زامنوسره يې کرکه او دمېړه ارمان يې ټول په کې راغلي
.په کيسه کې کرکټرانځورونه ځکه مهمه ده چې لوستونکى ځان کرکټر ته نږدې ياکله هم خپله په هماغه قالب کې احساسوي.ترڅوکرکټردلوستونکي سترګوته نېغ ونه دروو،هغه ورسره تړاو نه احساسوي.دغه تړاو که دمينې اوخواخوږۍ تړاو وي.اوکه دکرکې اونفرت .بله داچې که دکرکټرانځورونه سمه يابيخې ونه شي.لوستونکى په خپل سر يوڅوک ياځان فرضي په دې قالب کې اچو ي، چې هغه بياډېرى وخت دکيسې په اوږدوکې دلوستونکي دټاکنې خلاف واقع کېږي.
دکرکټر دانځورونې له پاره پرپاسنۍ لاره سربېره يوه څونورې لارې هم شته چې يوه يې دمکالمې لاره ده.له دې لارې کولاى شوچې کرکټر په خبروکې لوستونکي ته نېغ ودرولکه:
_وراره ګله!موږهم دغه ويښتان هسې لمرته نه دي سپين کړي.دغه ټوله کرونده چې ګورې،ددې مټوپه زورمې نېولي،ددې مټو.دټول کلي پيسې زمادجامو،بوټواو دموټردتېلونه کېږي.هسې دغوخلکوته دخداى قهرشوى.له ماسره يې ولي.که  له کلي لري يم خوپه دوى مې هم اوربل کړى.
دځوان ژامې ګړبېدلې رډ –رډ يې ورته کتل ده پسې وغځوله:
زماکاردغه دى ستاغوندې ځوانان پالم ،هغه سړک مې ټول په ولکه کې ده.
په خندايې وويل:
ته مه وارخطاکېږه!هرچاته خپله بر خه هم په کې ورکوم.
په پورته خبروکې که څه هم يوطرفه دي خودکرکټر په ظاهري انځوروني سربېره رواني اړخ هم راښيې.سړى اوس سپين ږېرى دى،خوبياهم پرپيسودومره مغروره دى چې دټول کلي پسې دده په خبره دده بوټو ،جامواودتېلوهم نه کېږي.له کلي لري يې دخلکوځمکې په زورنېولې ،پوره ډله لري اودکلي سړک هم ترلاس لاندې لري.او مخاطب لوري ته داسې غږيږي لکه نوى يې چې جذب کړى وي.
دکرکټر دانځورونې بله لاره په کيسه کې داخبار،راډيو،تلويزون يادکلي دجومات دسپيکر لاره هم ده.په کيسه کې کولاى شوچې په کرکټرانځورونه کې له يادوتوکيوښه ګټه واخلو. مثلا: په يوه کيسه کې مرکزي کرکټر شپږکلن هلک دى ،دى په همدې شپږکلنى کې ورکېږي.دولس کاله وروسته په يوه جګړه کې له خپل ورورسره مخ کېږي.هغه يې دمخ پرذخه پېژني.
د دې کرکټر دانځورونې له پاره دهغه دماشومتوب ورکه موږته ښه موقع په لاس راکوي چې ديوه اعلان له لارې يې په سمه توګه کولاى شو:
دجومات مخ کې سپين ږيري، په وليوکړوپ موچي نوى نوټ واړاوه راواړاوه له ځانه سره وډونګېده نيم ساعت مخکينى دهمدې نوټ سړى يې ورياد شو : دا بد مخ ،او دومره  ښايسته زوى.ځه که پردى واى هغه هم په يوه بيسکوټ نه غلى کېده.خوسم ارام ښکارېده.زمايې پرې څه.
نوټ يې ښکل کړ ،په جېب کې مانډه چې دسپيکرکښاشوه:
اعلان،اعلان،اعلان
درنوښاريانونسيم دمحمدګل زوى چې شنه کالي يې په تن ،په ښي غومبري توره زخه ،تورې څپلۍ يې پرپښو،دکيڼ غوږسريې سوځېدلى .سره ويښتان اوسپينه زرزري خولۍلري…دموچي سترګې وازې پاتې شوې اعلان بياتکرارشو:…نيم ساعت مخکې دجومات له جنوبي دروازې ورک شوى که چالېدلى وي دمهربانۍ له مخې دې يې جومات ته دننه راولي.
په کيسه کې نوره انځورونه ممکن دکيسې په اوږدوکې لاښه راشه،خوپه دې کيسه کې دجومات اعلان اودموچي خبرې لوستونکى يوڅه له کرکټرسره تړي.اود کرکټرڅومهمونښوته اشاره شوې چې هغه که ځوان هم شي کېداى شي پرې وپېژندل شي.لکه دغوږسوځېدل،اوپرمخ زخه.نوره نوردکيسې په ليکوال پورې تړلې چې په کومه لاره کيسه پرمخ بيايې دغه دکيسې پيل راوړي اوکه يې پاى.
درېيم ډول انځورونه (دکرکټر ټولنيزشخصيت) که څه هم په ظاهري اړخ کې هم يوڅه روښانه شوه،خودې ته موبايد پام وي چې په دې برخه کې بايد لاندې پوښتنوته ځواب ووايو:
 دکرکټر کسب څه شى دى؟
 په ټولنه کې څنګه حيثيت لري؟
 دټولنې له منليوشخصيتونوسره څه وړ اړيکي لري؟
 اقتصادي حالت يې څه ډول دى؟
 ټولنيزې اړيکې يې څنګه دي؟
 او….

دپورته يادو دواړوسرليکونود (دکرکټرټاکنه)اود (دکرکټر انځورونه )په اړه دښاغلي اجمل پسرلي  په ژباړه کې اته په زړ ه پورې لارښوونې يادې شوې دي:
 درې ګونې خواوې (ظاهري،باطني،ټولنيز)بايددليکوال په ذهن کې واضح وي.
 کرکټربايدترانځورېدامخته په بشپړه توګه مطالعه کړئ.
 د کرکټرسلوک اوکړه دې له درې ګونوخواوو سره منطقي تطابق ولري.
 که ديوه ځانګړي هدف له پاره ليکوال مجبورشي،چې کرکټرله درې ګونې خواسره مخالف وړاندې کړي،نودلوستونکي دقناعت له پاره دې منطقي دلايلوته پام کوي.
 ليکوال دې هروخت په پام کې لري چې بشرپه خپل ذات کې ښه اوبد لري،هيځ کرکټر نه يومخ ښه کېدى شي اوه يومخ بدېدى.
 ليکوال دې کرکټداسې نه انځوروي چې د ده دکيسې ترنوروکرکټرونودي يې پېچلتيا بېخې محسوسه وي.
 ځان دې دکرکټر پرځاى وګڼي اودکرکټرله حالت سره سم دې په منطقي ډول فکر او اقدام وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د