افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوستم: د سولې پروسې د ناکامېدو په صورت کې له طالبانو سره جګړې ته تیار یم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): پخوانی جګړه مار او د کابل حکومت مارشال «عبدالرشید دوستم» وایي، د سولې خبرو ته په تمه پاتېږي ‌او که چېرې یادې خبرې ناکامې شي؛ نو تیار دی چې له طالبانو سره د جګړې ډګر ته ولاړ شي.

دوستم چې تر دوه کلن غیابت وروسته تازه کابل ته راغلی و او د نوموړي د راتګ په مناسبت جوړې شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې سوله پخپله نه راځي او باید د تامین هڅه یې وشي؛ خو د سولې تر نامه لاندې باید «ساده توب» رانه وړل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې سولې ته ترجیح ورکوي؛ خو په خبره یې، که چېرې یاده پروسه ناکامه شي؛ نو دی تیار دی له طالبانو سره د جګړې ډګرونو ته ولاړ شي.

دوستم چې د ولسي جرګې پر پخواني‌ غړي «ایشجي» باندې د جنسي تور هم ورباندې دی؛ د سولې په پروسه کې د جدي‌ پاملرنې غوښتنه کوي ‌او له قوله یې، «که چېرې یوه وړه تېروتنه وشي؛ راتلونکو نسلونو ته به ملامت یو.»

د دوستم پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي‌ خبرو دوهم پړاو روان دی او تر یوې نیمې میاشتې وروسته دواړه لوري‌ د مذاکراتو مېز ته ورګرځېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

او دوستم بې سواد، نالايق وجيره خور اشغالگران روسي وامريکايي تو آن نيستي که از دست طالب ها به خارج گريخته بودی واکنون در پناه باداران امريکايي ات مثل سگ زنجيري شان می جفيد .

دوکتور غروال

قاتل فاشست دوستم ته : کمونیسته قاتله او درنګا رنګو ممالکو غلامه تاسو د قتلونو په دوره کښی ثابته کړیدی چی د افغانانو مقابل کښی بی رحمه ئي او نفاق اچولو کښی د خپلو نورو قاتلانو څخه هیڅ کموالۍ نلری او اوس د پلیتی تقلبی مارشالی نام سره د په چرندیاتو شروع کړیدی او ادعا کوی چی نوموړۍ اماده دی که طالبان سلاح نه ایږدی نو د طالبانو محوه کیدو ته ملا تړی ، کله چی طالبان کابل او نورو ښارونو ته په ۱۹۹۶ داخل شول نو دا ددرواغو قهرمان هم په تیښته شروع وکړه او اوس د امریکا په… نور لوستل »

دکتور مجاهد

خوشاله شوم چه دکتور غروال صاحب د دوستم په اړه حقایق لیکی ، تر اخره چه می تبصره ولوستله د دکتور غروال صاحب هدف دوستم نه وو ، طالبان وو وایی چه د لوی دوستم ( خلیلزاد ) په واسطه رامنځته یا جوړ شول د دوستم پوری څه ویلو هدف یی دا چه په طالبانو خلک بی باوره کړی هغه خلک هغه ملت چه د طالب په رهبری یی امریکا په ډونګو کړه دا طالب نه وو دا ملت وو طالب یی رهبری کوله او کوی ملت ویش شوی خپل دوست او دشمن پیزنی اشغالګر او غلامان پیزنی پوهیږی چه… نور لوستل »

دوکتور غروال

بلی همدی قاتلو غلاموکمونیستانو دا غم افغان ملت ته راوړۍ دی او دی غم اجنبیانو ته موقع برابره کړه چی د ملت صادقانه جهاد د پنجابی پاکستان او ایران کښی روزل شوو اورامینځ ته شوو تنظیمونو ( دژبو او مذهبی تفریقی په چوکات کښی ایجاد شوی وو ) پر نام تمام کړ او دی قاتلینو د کابل اوسیدونکیو باندی بی رحمانه وژلو شروع وکړه ، چور او چپاول او د میرمنو بی عزتی ددوی ورځنۍ مشغولیت وو او کابل ښار ئی تام ویجاړ کړ نوددی مخنیوی لپاره په اخیر د ۱۹۹۵ کال کښی پروګرام ترتیب شو چی ددی قاتلینو څخه… نور لوستل »

طوطی

فارسی وانان وایی: بودنه ی بګیل جنګ کرده نمیتواند. یعنی چی ځغلیدلی مړز جنګ نشی کولای.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x