نظــر

نهم که لسم د حوت ولمانځوو؟!!

نصير تکل

دا دوه ورځې کيږي په خوا رسنيو يا سوشل مېډيا کې کې د نهم او لسم د حوت په باره کې ډېرې ليکنې تر سترګو کيږي، دکابل ادارې ملاتړي او خواخوږي نهم د حوت لمانځي، طالبان او د هغوي ملاتړي او اکثريت عام هيوادوال لسم د حوت ستايي، زه غواړم ددغه دو ورځو په اړه خپله کوډه او ماته ليکنه له تاسو قدرمنو سره شريکه کړم.

نهم د حوت هغه ورځ ده، کومه چې د کابل ادارې چارواکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ نومولې ده، د يوه هيواد د سرتيرو تشويقول او د هغوى لمانځل ښه کار دى، مناسب هم همداسې ده چې بايد د خپل هيواد سرتيري او سربازان په خورا ښه شان سره ولمانځل شي، هغوى تشويق او ترغيب کړل شي، تر څو هغوى د خپل هيواد له ارضي تماميت، خلکو، ملي ګټو، ملي شتمنيو، ملي عنعناتو او داسې نورو څخه په پوره ميړانه او شجاعت سره دفاع وکړي.

خو دا چې في الحال زمونږ هيواد اشغال شوى، ځمکه او هواء مو د اشغالګرو په کنټرول کې ده، اوسنى افغان ځواکونه د اشغالګرو لخوا رامنځته شول، د هغوى لخوا وروزل شول، تمويل او تجهيز يې د هغوى لخوا کيږي، ټانګ، توپ، طياره، دريشي، بوټ، معاش او نور هر څه د حربي کفارو لخوا ورکول کيږي، د يو چا د وژلو، ترټلو، شړلو او بندي کولو لارښونه په مستقيم يا غير مستقيم ډول د محاربو کفارو لخوا ورکول کيږي.

جنګ او جګړه يې له خپل ملت سره ده، ددوى په شتون کې زمونږ د خاورې ډېرى برخې ګاونډيانو لاندې کړي، ګاونډيانو زمونږ ولسونه په دو برخو وويشل، د اغزن تار په مرسته يې عملاً په لر او بر وويشتلو.

دوى د افغان ملت ټول وياړونه او افتخارات ليلام کړل، همدا دوى وو چې له برکته يې افغانستان په نړيواله سطحه د ترياکو په کرکيله، فساد، غلا، اختلاس او داسې نورو برخو کې لومړى مقام ترلاسه کړ.

لسم د حوت بيا هغه ورځ ده په کومه ورځ چې د نړۍ فرعونيانو د افغانستان آزادۍ، د اشغالګرو وتل او دلته د سوچه اسلامي نظام اقامه په نړيوال سټيج ومنله.

لسم د حوت زمونږ د هېواد د اصلي بچو د ۱۹ کلنو قربانيو، شهادتونو، مشقتونو، هجرتونو، زندانونو او نه ستړې کيدونکو هلو ځلو پايله وه چې د نړۍ ۴۸ محارب کفري هيوادونه يې مجبورل کړل چې زمونږ آزادۍ په رسميت وپېژني.

لسم د حوت د هغه سرتېرو ورځ ده چا چې ځانونه د صليبي ښامار خولې واچول، مګر د افغاني خويندو عزتونه يې وساتل.
لسم د حوت د هغه سرتېرو ورځ ده، چا چې په خالي لاس د نړۍ ۴۸ کفري هيوادونو ته غيږه ورکړه، هغوى يې تېښتې ته اړ کړل، مګر دوى له افغاني غرور او افغاني ارزښتونو يو اينچ هم تېر نشول.
لسم د حوت د هغه سرتېرو ورځ ده، چا چې له معاش او کوم د نيوي امتياز پرته په پوره مېړانه او غيرت له خپل دين، وطن او خلکو څخه دفاع وکړه.
لسم د حوت د هغه سرتېرو ورځ ده، چا چې د الله تعالى له رضا، د هيواد تر آزادۍ او د اسلامي نظام تر اقامه خپل هر څه قربان کړل.
زه منحيث يو افغان نهم د حوت د اجيرانو ورځ بولم او د اجيرانو ورځ لمانځل شرعاً، عقلاً، سياستاً او منطقاً مناسب نه بولم.
مګر لسم د حوت په پوره وياړ لمانځم او د افغاني تاريخ وياړمنه ورځ يې بولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ډېره ښه به وي چې مسؤولین هر متن چې نشر ته یې سپاري له خپرېدو څخه د مخه هغه په دقت سره ولولي او بیا یې خپور کړي وګوری ارضي تمامیت دی او تاسو عرضي تمامیت لیکلی دی او نور اشتباهات هم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x