نړۍ

سعودي عربستان د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د امريکا رپوټ رد کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا ملي استخباراتو تېره ورځ په يوه رپوټ کې ويلي و، چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی سعودي ژورناليست جمال خاشقجي د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی و، خو سعودي حکومت دا رپوټ رد کړی دی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د امريکا کانګريس ته وړاندې شوی رپوټ په بشپړ ډول بې بنسټه بولي.

د امريکا د ملي استخباراتو په رپوټ کې راغلي و، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې پلان منظور کړی و.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د سعودي مشرانو په اړه منفي او بې بنسټه رپوټونه د منلو نه دي.

اعلاميه زياتوي: «موږ پوهېږو، چې د سعودي او امريکا دوه اړخيزې اړيکې غښتلي، قوي، تلپاتې او يوه بل ته په درناوي ولاړې دي.»

د يادونې وړ ده، چې، تېره ورځ د امريکا د ملي استخباراتو ادارې پر خپلې ويب پاڼې په خپاره کړي رپوټ کې ويلي و: «موږ د خپلو څېړنو له مخې دې پايلې ته رسېدلي يو، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د نيولو يا وژلو پلان منظور کړی و.»

امريکايي رسنۍ وايي، چې د ولسمشر جو بايډن اداره به د خاشقجي په وژنه کې پر ښکېلو سعودي چارواکو بنديزونه ولګوي، خو محمد بن سلمان به ترې مستثنا وي.

د جو بايډن ادارې مسؤولينو ويلي، دوی هڅه کوي، چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تګلارې ځان وساتي او په منځني ختيځ کې د اړيکو ماتولو پرته له سعودي سره د اړيکو نوی باب پرانیزي.

تر دې وړاندې د ترکيې حکومت، ملګرو ملتونو او د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» هم ويلي و، چې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل اول نمبر مسؤول دی.

۵۹ کلن جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲مه د ترکيې استانبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د متخصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی، چې د همدې کار لپاره له سعودي څخه استانبول ته تللې وه.

په لومړيو کې سعودي چارواکو د خاشقجي له وژلو انکار کړی و، خو وروسته يې ومنله، چې نوموړی د څېړنو او فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی دی.

سعودي حکومت وايي، د خاشقجي د قتل په تړاو يې يوولس کسان محکمې ته وړاندې کړي، خو تر اوسه د دغې محاکمې روڼتيا په اړه پوښتنې او شکونه پر ځای پاتې دي.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي، چې شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x