افغانستان

پاکستان: امريکا دې د تړون د بيا کتنې پایله تر اعلانېدو مخکې له طالبانو سره شريکه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان يوه لوړپوړي ډيپلوماټ ويلي، چې د جو بايډن اداره دې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون بيا کتنه ژر اعلان کړي او د دوحې تړون د بيا کتنې هره پایله چې راځي، بايد له طالبانو سره تر مشورې وروسته اعلان شي.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په خپلو څرګندونو کې د جو بايډن ادارې ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په مهالوېش کې بدلون د طالبانو له مشورو پرته ونه کړي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د تېر کال فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول بهرنۍ پوځيان له افغانستانه ووځي، خو د تېر کال په جنورۍ کې، چې جو بايډن د امريکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې، نوموړي د واک له تر لاسه کولو وروسته وويل، چې دی به د واشنګټن او طالبانو تر منځ پر شوي تړون بيا کتنه وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان

منصور احمد خان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې «اسلام اباد پاليسي څېړنيز مرکز» کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې د ده له نظره د بايډن اداره د دوحې تړون په بيا کتنې وخت تېروي، خو ده غوښتنه کړې، چې سپينه ماڼۍ بايد د دې تړون د بیا کتنې په اړه ډېر وخت تېر نه کړي، تر څو د سولې شته فرصت ضايع نه شي.

د منصور احمد خان په وينا د امريکا او طالبانو تر منځ په شوي تړون کې د دواړو لوريو مسؤوليتونه او فرايض معلوم دي.

دغه پاکستاني ډيپلوماټ ويلي، چې د دوحې تړون د بيا کتنې هره پایله چې راځي، بايد له طالبانو سره تر مشورې وروسته اعلان شي.

منصور احمد خان د بايډن ادارې له لوري د دوحې تړون د بيا کتنې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو نامسؤوله وتلو سره به وضعيت کې ښه وال رانسي.

نوموړي هغه تورونه رد کړي، چې ګويا پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او يا يې هم خوندي پټنځايونه ورکړي دي.

د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۸۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي.

د دې تړون له مخې طالبانو پر امريکايي او ټولو بهرنيو پوځيانو د برید نه کولو اعلان کړی و.

د امريکا او طالبانو په هوکړه کې راغلي و، چې د دوحې تړون پر بنسټ به بين الافغاني خبرې پيليږي، د تېر کال سپټمبر کې له کابله تللي د سياسي ډلو له استازو سره مخامخ خبرې پيل کړي دي.

له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بین الافغاني خبرو له پيل راهيسې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی کړی.

د طالبانو خبرداری

ځينې امريکايي او د ناټو چارواکي پر طالبانو تور پورې کوي، چې طالبانو د دوحې تړون کې پر کړو ژمنو عمل نه دی، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

طالبانو امريکا او ناټو ته خبرداری ورکړی، که د دوحې تړون له مخې ټول بهرني پوځيان پر ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه وتل، د جګړې غځېدو مسؤولیت به د امريکا پر غاړه وي.

د الجزيرې ټلويزوني شبکې د طالبانو د وياند په حواله ويلي و، که ډيپلوماټيکې لارې چارې ناکامې شي، نو جګړه بیا د دوی وروستۍ لاره ده او بايد د بهرنيو ځواکونو د ويستلو لپاره جګړه وکړي.

طالبانو تر دې مخکې هم په خپلو رسمي دريځونو کې ويلي، دوی د افغانستان جګړې پر سوله‌ييز حل باور لري او د دې لپاره يې ټولې هلې ځلې په کار اچولي او که د امريکا نوی حکومت د دوحې تړون له مخې خپل ټول عسکر له افغانستانه ونه باسي، دوی به اړ وي، چې جګړې ته مخه کړي.

طالبانو پر امريکا او ناټو غږ کړی، کوم کار، چې څو کاله وروسته کوي، بايد اوس يې وکړي  او د تېرو شلو کلونو له جګړو څخه د تجربې له مخې بايد له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

غریب د طالبانو پرځای غږیږي او بیا وایي چې له طالبانو ملاتړ نه کوي د خندا خبره ده.

مجاهد

اول سلام د پاکستان سفیر نه د امریکا سفیر که اصلاح شی شه به وی و سلام

طوطی

پاکستان اوس هندوانو سره اوربند وکړ بناآ په افغانستان کی اوس بیغمه لاس وهنه او مداخلت کوی ځکه چی طالب مشران یی هم د خپل یوغ لاندی راوستی او لکه سپی یی هر څه چی وغواړی پری اجرا کوی یی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x