ورزش

د میسي په مرسته برسلونا اشبیلیه لوبډلې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل):  د هسپانیا لیګ سیالیو پرمهال په یوه مهمه لوبه کې د برسلونا لوبډلې مشهور ستوري لیونل میسي په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه او سیال لوبډلې ته یې په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د لالیګا لیګ ۲۵مې ورځې سیالیو پرمهال د اشبیلیه لوبډله په خپل کوربه توب له برسلونا لوبډلې سره مخامخ شوه چې د میسي په زړه پورې لوبې له سیال لوبډلې څخه د تیرې لوبې غچ واخیست.

دغه سیالي د هسپانیا په اشبیلیه ښار کې ترسره شوه، چې د برسلونا لوبډلې مسلمان فرانسوي لوبغاړي عثمان دیمبیلی د لیونل میسي په مرسته په ۲۹مه دقیقه کې لومړی ګول وواهه، او په دې سره لومړۍ نیمایي په ۱-۰ پای ته ورسېده.

په دوهمه نیمایي کې که څه هم اشبیلیه لوبډلې پر برسلونا فشار راوړ خو په ۸۵مه دقیقه کې میسي د برسلونا په ګټه دوهم ګول وواهه او په دې سره یې په ۲-۰ بریا خپله کړه.

برسلونا لوبډله چې د اشبیلیه لوبډلې سره په جدول کې سخت جنګ لري وتوانېده، ریال مدرید او اشبیلیه دواړه وروسته او له اتلاتیکو مدرید وروسته دوهم مقام خپل کړي.

۳۳ کلن لیونل میسي چې د نورو کلونو په پرتله یې د روان کال کارکردګي په زړه پورې نه وه، بیا هم په لالیګا لیګ کې تر ټولو زیات (۱۹) ګولونه وهلي او په لومړي سر کې دی.

تر دې حاله د لالیګا لیګ د سیالیو جدول په دې ډول دی:

اتلاتیکو مدرید لوبډله په ۲۳ سیالیو سره ۵۵ پواینټونه لري او په لومړي مقام ده، برسلونا په ۲۵ لوبو کې ۵۳ پواینټونه لري او په دوهم نمبر ده، په داسې حال کې چې ریال مدرید په ۲۴ لوبو سره ۵۲ پواینټونه لري، خو اشبیلیه لوبډله په ۴۸ پواینټونو درلودلو څلورم مقام لري.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د هسپانیا کپ کواټر فاینل په لومړي لیګ کې اشبیلیه لوبډلې برسلونا ته په ۲-۰ ماتې ورکړې وه، ددې لیګ دوهمه لوبه به د مارچ په ۴مه نېټه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x