افغانستان

د افغان سولې په تړاو خبرو لپاره زلمی خلیلزاد جرمني ته رسېدلی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره جرمني هېواد ته تللی دی.

د رسنیزو راپورنو له مخې ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به داځل د جرمني، افغانستان، پاکستان، قطر، متحدو عربي اماراتو په ګډون د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته پرلپسې سفرونه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال د سیمې او نړۍ هېوادونو ته تازه سفرونه پیل کړي، چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون څخه یو کال تیریږي؛ خو لاهم ددغه تړون د بشپړ عملي کېدو پای معلوم نه دی.

که څه هم د امریکا متحد  ایالات له طالبانو سره د سولې لاسلیک شوی تړون له سره ارزوي او داسې ګنګوسې دي چې کیدای شي د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د مئ له میاشې وروسته هم افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړي؛ خو طالبانو بیا خبرداری ورکړی چې د دوحې تړون څخه سرغړونه به ناوړه پایلې ولري او مسئولیت به یې د امریکا متحدو ایالتونو پرغاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x