افغانستان

د مشرانو جرګې رييس: د جان کیري منځګړیتوب د ټولو افغانانو لپاره شرم دی

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۳): د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وايي د ټاکنیزو لانجو د هواري لپاره د جان کیري منځګړیتوب د ټولو افغانانو لپاره شرم دی.

نوموړی زیاته کړې چې افغانان د جرګو او مرکو خلک دي، دا ډير د شرم وړ خبره ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر راځي او د افغانستان لانجې هواروي.

فضل هادي مسلمیار دغه خبرې نن یکشنبه په عمومي غونډه کې وکړې.

که څه هم زیات شمېر افغانان د ټاکنو پروسه امریکايي پروسه بللې وه، خو د مسلمیار په وینا ټاکنې د افغانانو وې او نوموړی په دې افسوس کوي چې جان کیري د افغانستان دټاکنو سرنوشت ټاکي.

مسلمیار ویلي چې باید دغه ستونزه کاندیدانو په خپله هواره کړی وی او له نورو یې مرسته نه وه غوښتلې.

خو شننونکي وايي چې افغانستان اشغال شوی هېواد دی او په دې کې د افغانانو او په تېره بیا د حکومتي چارواکو خبره هیڅ ارزښت نه لري.

د ټاکنو د دوهم پړاو ابتدایي پایلې د چنګاښ په ۱۶مه اعلان شوې چې په کې ډاکتر عبدالله عبدالله ناکام او ډاکتر اشرف غني احمدزی بریالی شو.

عبدالله عبدالله د پایلو اعلان د ځان او افغانستان د خلکو د رایو پر ضد «کودتا» وبلله او موازي حکومت د جوړولو ګواښ يې وکړ.

عبدالله عبدالله د پایلو د اعلان پر سبا خپل پلویان د لویې جرګې په خېمه کې راټول او هلته یې احساساتي وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې پلویان د جان کیري د راتګ څخه خبر کړل.

جان کیري د جمعې په شپه کابل ته راغی او د ټاکنو څخه راپیدا شوې لانجې د هواري په موخه يې هلې ځلې پیل کړې.

دواړه کاندیدان د جان کیري «داد» ته ناست وه، پرون تر څو ساعته ناستې وروسته جان کیري دواړه نوماندان په یو ملي یو والي حکومت پخلا کړي، دوی همدا راز پریکړه کړې وه چې د رايو ټول صندقونه به د ایساف ځواکونو تر نظارت لاندې کابل ته راوړل کیږي او یو ځل بیا به شمېرل کیږي. شننونکي وايي چې ملي یو والي حکومت د سهامي شرکت (ائتلافي حکومت) دوهم نوم دی.

یوناما له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د لوړې مراسم دې یوه میاشت نور هم وځنډوي چې د ولمسشر لخوا ومنل شوه.

تر ټاکنو د مخه د ولسي جرګې غړي ډاکتر رمضان بشردوست په یوې ویدیويي پيغام کې ویل چې افغانان دې ځانونه نه ستړي کوي، ځکه رایه د افغانانو او ټاکنه د امریکا ده.

د چارو شننونکی وحید مژده وايي چې دواړه نوماندان اراده نه لري، څه چې د نړیوالې ټولنې لخوا پرې پریکړه وشي، هغه به عملي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مسلميار صيب

تاسو غلط شوي ياستي

د ټاکنيز انډوخر شرم د ټولو افغانانو نه دي بلکه يوازې او يوازې په فاسده اداره، تاسو او څه کم دوه مليونه استحمار شوو پورې اړه پيدا کوي (دوه مليونه چې خره شي نو په هر يو دوه نورې پښې او يوه لکۍ چې حساب شي نو 6 + 2 به جمله 8 اته مليونه شي).

ټاکنيز انډوخر مو يو شرم، درغلي مو بل او کيري ته مراجعه مو بل شرم ده .

اي کاش تاسو شرم لرلاي

دا شرم پ

جان افغان

و الله دا هم ډیر دشرم خبره ده چی یوغلام دخولي داسی خبره اورو چی دی خپله غلام د دهم دغه یر غلګرو په مټ پر دي څوکی ناست دی او دغیرو افغان نوم په اصل کی همدغه ټیګدارانو خراب کړ الله دی خپل د عمل په سزا ورسوه امین

zabihulllah

شرم خو سه کوی باید پښتانه چادری وکړی پرکورو باندی کښنی او بنګړی په لاس کړی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x