افغانستان

شاهین: د دوحې توافقنامه د افغان کشالې د حل «کیلي» ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین د دوحې توافقنامې پر عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ دغه تړون د افغان کشالې د حل «کیلي» بللې ده.

تیرکال د فبروري په ۲۸مه نیټه د قطر پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ د ۲۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په حضور کې د سولې تړون لاسلیک شو، د کوم له مخې چې به له افغانستان څخه ټول بهرني عسکر د ۱۴ میاشتو په موده کې ویستل کیږي او په بدل کې به یې طالبان د افغانستان خاورې څخه نورو هېوادونو ته د خطر نه پېښولو ژمنه کوي.

نن د فبروري میاشتې ۲۸مه د هېواد په دننه او بهر کې افغانان ددغه تړون کلیزه لمانځي، د کوم تړون په اساس چې تراوسه زرګونو بهرني عسکر له افغانستان ویستل شوي او بین  الافغاني مذاکرات هم پیل شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی ویاند او د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین په دې  اړه ټویټ کې داسې و یلي: «د دوحې توافقنامه چې تیر کال د حوت په ۱۰ لاسلیک شوه، دافغانستان د مسئلې دحل کیلي ده. د بین الافغاني مذاکراتو اساس او دراتلونکې افغان شموله اسلامي نظام، سوله ایز او پرمختللي افغانستان لپاره زمینه برابرونکې ده.یو ښه فرصت یې رامینځ ته کړی. تطبیق یې د ټولو مسئولیت دی.»

که څه هم د امریکا متحد  ایالات له طالبانو سره د سولې لاسلیک شوی تړون له سره ارزوي او داسې ګنګوسې دي چې کیدای شي د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د مئ له میاشې وروسته هم افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړي؛ خو طالبانو بیا خبرداری ورکړی چې د دوحې تړون څخه سرغړونه به ناوړه پایلې ولري او مسئولیت به یې د امریکا متحدو ایالتونو پرغاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

الله په قرآن کرىم کى فر ماىى : معاهدى ته ژمن اوسۍ پرما توکل وکۍ که کفارمعاهده ماته کى دالله دقهرانتظارکوۍ تاسى به ىى خپله ووىنۍ چه الله څنګه قهرپرناذللوى

طوطی

د معاهدی خو یو کال دغه دی پوره شو خو بیغیر له وژلو او وینو تیولو نور څه خو مونږه ونلیدل. تر څو به دغه ننګینې معاهدی ته د سولی په هیله یو؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x