نړۍ

خیبر پښتونخوا: په زندان کې د قرانکريم توهين له امله په ګڼو ځايونو کې لاريونونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د خیبر پښتونخوا ايالت ایبټ اباد ولسوالۍ په زندان کې د قرانکريم سپکاوي په غبرګون کې د يوه بندي پر خلاف دوسيه رسمي شوې او د ښار په ګڼو سيمو کې د دې پېښې د غندې په پار لاريونونه روان شوي دي.

د ایبټ اباد زندان مسؤولين وايي، د شنبې په ورځ زندانيانو پر يوه بندي تور پورې کړ، چې د قرانکريم سپکاوی يې کړی او تر هغه وروسته يې د نوموړي بندي د وهلو ټکولو هڅه وکړه، چې د زندان مسؤولينو مداخله وکړه او نورو زندانيانو پر احتجاج لاس پورې کړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په ۲۰۱۹ کال کې هم د ایبټ اباد په يوه تاڼه کې د نوموړي بندي پر خلاف د قرانکريم د سپکاوي دوسيه رسمي شوې وه او له هغه وخته نوموړی په زندان کې بندي دی.

د زندان مسؤولينو ویلي، تورن کس ذهني ناروغ دی او د درملنې لپاره د هريپور زندان په عقلي او عصبي روغتون

کې يې هم وخت تېر کړی دی.

د چارواکو په وينا د پېښې په پر مهال يې نور زندانيان په بلاک کې بند کړل او تورن کس يې ترې وويست، چې له امله يې ياده ګډوډي او اړی ګړی رامنځته شو.

په ايبټ اباد کې د پوليسو عمومي قومندان مير واعظ نياز ويلي، په زندان کې د ګډوډۍ د مخنيوي په موخه يې تازه دمي پوليس زندان ته لېږلي او وضعيت يې قابو کړی دی.

له پېښې وروسته د ایبټ اباد ښار په ګڼو سيمو کې هم لاريونونه پيل شوي، چې د شپې تر ناوخته روان وو.

له پېښې وروسته د ایبټ اباد ښار په ګڼو سيمو کې هم لاريونونه پيل شوي، چې د شپې تر ناوخته روان وو.

پارېدلو لاريونوالو د ایبټ اباد ښار داخلي او بهرنۍ لارې وتړلې، چې له امله يې ترافيکي نظام له خنډ سره مخ شو او د خلکو د تګ راتګ مخه بنده شوه.

د اعتراضي ناستو پر مهال د زندان په شاوخوا سيمو کې د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ اخ وډب هم شوی او پوليسو د پارېدلو لاريونوالو د تيتولو په موخه اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.

د ایبټ اباد تاڼې چارواکي وايي، د قرانکريم د سپکاوي دوسيه يې د زندان د يوه مسؤول په غوښتنه رسمي کړې او زندان کې د ګډوډۍ رامنځته کوونکو زندانيانو پر خلاف يې هم دوسيه رسمي کړې ده.

د زندان مسؤولين وايي، د پېښې څېړنه يې پيل کړې ده او وروسته به يې پایلې له رسنيو سره شريکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x