شعـــــرونه

هغه زه ومه/ عبدالرشيد کامران

عبدالرشيد کامران

چا چې د ښامار غاښونه مات کړل، هغه زه ومه
چا چې جهانیان په ملا قات کړل، هغه زه ومه

څه کانې  ور وشوې، دا یې اووه رګو کې هم نه وو
چا چې یې خوبونه ور میرات کړل، هغه زه ومه

بس یوازې څیرې ګرېوان غاړه کې را پاتې شو
هر څه مې په دین وطن خیرات کړل، هغه زه ومه

هر سړی په ځان و خو وطنه ما هېر نه کړلې
در مې چې لاسونه د نجات کړل، هغه زه ومه

سل خولې راپسې ولې، په سل نومونو یاد شومه
ځان باندې مې سل پورونه زیات کړل، هغه زه ومه

خدایه تا لیدلم چې لمبو ته په اتڼ ورتلم
سر، مال مې قربان د ستا له ذات کړل، هغه زه ومه

ای رشیده! خوند د محفلونو اوبو وړی و
یو سړي بیا هم د ستا صفات کړل، هغه زه ومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x