افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د دوحې تړون د هر ډول بدیل پایله به «ناکامي» وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک د لومړۍ کلیزې په مناسبت د طالبانو له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین یوه غوره لار ده، چې باید عملي کړل شي‌ او د بل بدیل موندلو هڅه یې ونشي.

د طالبانو له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوحې تړون یوه تاریخي‌ توافقنامه وه چې په اساس یې شپږ زره زندانیان له بنده خلاص شول، بین الافغاني مذاکرات پیل شول او د جګړې د شدت کچه کمه شوه.

خبرپاڼه کې وړاندې طالبانو د دوحې تړون عملي کولو ته خپله ژمنتیا ښودلې او ټینګار یې کړی، چې امریکا،‌ امنیت د دوحې تړون د لاسلیک په مراسمو کې موجود هیوادونه هم باید خپلې کړې ژمنې او مسئولیتونه پوره کړي او په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ته لاره پرانیزي.

طالبانو ویلي، چې د دوحې توافقنامه په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یوه عملي لاره ایجاد کړې او که د هغې په مقابل کې د بل هر بدیل هڅه کیږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامي محکومه وي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي «د ځیني عملي نیمګړتیاوو سره سره بیاهم توافقنامه لا په مثبت لوري روانه ده،  چې له ښو پایلو څخه یې ټولې خواوې برخمنې دي. د همدې توافقنامې له مخې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکایي ځواکونو ډېری برخه زموږ له هېواد څخه وتلي دي. پاتې ځواکونه هم باید  له ټاکلي وخت سره سم زموږ له هېواد څخه ووزي. همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت هم خپلو تعهداتو ته پوره التزام ښودلی دی، او په خپلو تعهداتو ولاړ دی.»

د دوحې د تړون یو کال داسې مهال بشپړېږي، چې په امریکا کې واک د بایډن ادارې ته سپارل شوی او یاده اداره د دوحې تړون د بیا ځلې ارزول خبر ورکړی.

ورته مهال د می میاشتې تر پایه د بهرنیو ځواکونو په ایستلو کې د امریکا او ناټو دوه زړیتوب هغه څه دي، چې‌ د دوحې تړون د برخلیک په اړه یې اندېښنې راپورته کړي.

طالبانو تر دې وړاندې ګواښ کړی و، که چېرې بهرني‌عسکر د دوحې له توافقنامې سره سم له افغانستانه ونوځي؛ له سخت غبرګون سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

آىا ناټوداشرفغنى د حکومت ناکامى اودافغاملت واوىلااوناراضىت نه وىنى که جبرا” دغه ناوړه حکومت پرافغانانوتحمىلوى هىڅکله به دا منفور حکومت نکى قبول

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x