لیکنېنظــر

د دوحې تړون د یوه کال په اوږدو کې

عبدالولي خلیل

یو کال وړاندې(۱۳۹۸ل) د کب په لسمه د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه ښار کې له افغانستانه څخه د اشغالګرو قواوو د وتلو تاریخي تړون وسو، د تړون اساسي موضوعات دا وو چې په راتلونکو څوارلس میاشتو کې به ټول راغلي اشغالګر بتدریج په کامله توګه افغانستان تخلیه کوي،په لسو ورځو کې به د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کیږي او په بدل کې به طالبان د کابل ادارې زر تنه بندیان ایله کوي،له دې وروسته به بین الافغاني مذاکرات شروع کیږي او د سولې پروسه به نوره هم په چټکۍ سره پر مخ بیایې تر څو په هیواد کې د امن فضاء رامنځته سي او یو همه شموله اسلامي حکومت جوړ سي.

دا چې اوس د یادې هوکړې یو کال پوره کېدونکی دی،اوس له کوم جریان سره مخ ده او مخته یې څنګه وارزوو، په لاندې کرښو کې به یې ولولو.

د تړون اهمیت او لاسته راوړنې یې:
د امریکا د شکست او د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ تړون د دواړو لوریو لپاره نهایې مهم او مثبت ګام و، امریکا دلته شل کاله خپل ټول قوت صرف کړ، نه یې کوم هدف تر لاسه کړ او نه خپلو موخو ته ورسېده، د یاد یرغل په وړاندې یې حوصله نوره ماته او زور یې اوبه و، تړون دوی ته ډېر مهم او له افغانستان د وتلو یوه آسانه لار وه چې دوی د ځان لپاره غوره کړه.

او د افغانستان اسلامي امارت لپاره هم خورا ارزښتناکه موقع وه چې ترې استفاده یې وکړه؛ ځکه د شل کلنو قربانيو په نتیجه کې خپل هدف ته ورسېدل او له خپل هیواده یې د اشغال تور ټغر ټول کړ چې د یاد تړون له مخي به ټول راغلي تاړاکګر افغانستان پریږدي او خپل یرغل ته به د پای ټکی ږدي.

د دوحې تړون د دواړو لوریو ته مهمې لاسته روړنې لري،له لویو لاسته راوړنو څخه یوه همدا چې د افغانستان اسلامي امارت پنځه زره بندیان ( چې کلونو کلونو یې د بګرام، څرخي او نورو کرغیړنو زندانونو کې شپې او ورځې تیرولې) د یاد تړون له مخي خوشي سول، د دې په شمول د تړون په پایله کې د امریکایانو سره اوربند رامنځه سو چې مجاهدین او افغان مظلوم اولس مو د شپنیو بې رحمه چاپو او ړندو بمباریو څخه په امن سو، په سیاسي برخه کې طالبان له یوه ستر برم سره نړیوالو هیوادونو ته مطرح سول،سیمییزو هیوادونو ته یې د سیاسي دفتر د غړیو سفرونه وسول چې له شک پرته مثبتې پایلې لري، او داسي نورې ګټې……….

د تړون په عملي کولو کې د دواړو لوریو رول:
د افغانستان اسلامي امارت له خپله اړخه د کب د لسمې د تړون هره ماده په خورا صداقت، ريښتينولۍ او ایفاء عهدۍ سره عملې کړې ده، د تړون را وروسته لومړی پړاو کې د کابل ادارې دزرو تنو بندیانو خوشې کول وو چې د افغانستان اسلامي امارت د حسن تعامل لامله مخکې تر دې ټول آزاد کړل چې خپل بندیان یې لا د دښمن په زندانونو کې وو، له دې وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی و چې د افغانستان اسلامي امارت ټیم بشپړ تیار وو خو د مقابل لوري د ټیم غړي لا نه و تعین سوي.

له امریکایانو سره اوربند ته د توافقنامې په چوکاټ کې خورا ژمن پاتې سوو چې د امریکا د وزیر خارجه په اعتراف چې له توافقنامې وروسته زموږ کوم امريکايې فوځي په افغانستان کې نه دی وژل سوی، همدا راز نورو مادو ته ژمنتیا یې…..

مقابل لوری (امریکا) هم تر یوې اندازې تړون ته ژمنه پاتې سوې ده چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې له پنځو تر لسو پوري سترې فوځې اډې تخلیه کړې او لا یې د انخلاء لړۍ جاري ساتلې خو متأسفانه ځینو ځایونو کې له توافقنامې څخه ښکاره سرغړونې هم کړي دي چې په غیر جنګي سیمو او جنګي حالاتو کې پر مجاهدینو او عام اولس باندې بمبارونه کړې او هغوی یې په شهادت رسولي، ډېر ځله یې د داخلي ګوډاګیانو سره په شپنیو چاپول کې هم ونډه اخیستې او داسي نور……..چې دا تړون د عملي کولو په وړاندې منفي ګامونه دي او په وار وار د ا.ا.ا. له ویاندویانو له لوري دوی ورته متوجه کړي او دا ډول کړنې یې غندلې هم دي.

اوس دا چې طالبانو یې په وړاندې کوم نظامي اقدام ولي ونه کړ نو په خپل اند سره ویلای سو چې طالبانو دغه ۱۴ میاشتنۍ موده کې له ډېر صبر، زغم او حوصلې کار واخيست دا ځکه چې امریکا د تړون په ماتولو کې بې سارې مخینه لري او تر اوسه یې له چا سره پر تړون وفا نه ده کړې، که طالب یې په وړاندې اقدام کړی وای نو دوی ته د تړون د نقض بهانه په لاس ورتله او دې سره به د سولې بهیر هم زیانمن سوی وای او د طالبانو په سیاسي بهیر کې به هم منفي پایلې رامنځته کړي وای.

د تړون په وړاندې خنډونه:
د کابل غلامه اداره چې د اشغال د ملاتړ په پایله کې پر افغانانو تپل سوې ده او خپله بقاء هم د اشغال په سیوري کې ویني، دوی هیڅکله نه غواړې چې دا هیواد دي د امن ساه واخلي او تل دي خپلواک سي؛ ځکه که اشغالګر ولاړ سي نو د یادي ادارې واک به هم ورسره ختم سي، دوی د خپل واک د غځولو لپاره د تړون په وړاندې له هیڅ یو ډول خنډونو، دسیسو او سوله ضد کړنو دریغ ونه کړ، په مسلسل ډول یې په ډېره سپین سترګۍ تکرار کړې.

دوی د بندیانو آزادول په یوه او بله بهانه وځنډول، جرګې یې پرې راوغوښتلې، نورو کفري هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې که دا بندیان خوشي سي نو هیوادونه به مو د نشیې توکو مراکزو جوړ سي، ترڅو هغوی را وپاروي.

په درست هیواد کې د سولې داعیان او ملاتړي ترور کړل، مسجدونه، مدرسې او مکتبونه یې په یوه او بله بهانه تر بریدونو لاندې راوستل، په اولسي مجموعو،میلو او هوټلونو باندې ړندې توغندۍ وار کړي او بیا به یې د شومو تبلیغاتو په وسیله پړه پر طالبانو واړوله.

هر کله چې د سولې د سبوتاژ دغه هڅې ناکامه سوې نو بیا یې د بهرنیو قوتو د راپارولو هڅې پیل کړې آن تر دې چې غني په واشنګټن پوسټ کې یوه اوږده مقاله خپره کړه او اشغالګرو ته دا تأثر ورکړ چې که دوی افغانستان پریږدي نو لوی خطرونه به ورته پېښ سي.

لا هم دغه د واک تږي او دسولې دښمنان لا ستړي نه دي اوس یې د امریکا د نوي اولسمشر جوبايډن په وړاندې دغه دریځ نیولی چې باید د دوحې توافقنامه باندې له غور وسي.

خو لله الحمد لکه څنګه چې د سولې په وړاندې د مکارې ادارې د تېر یو کال ټولې پلانوونکي دسيسې شنډې سوې همداسي به را روان پلانونه هم کومه مثبته ګټه ورته ونکړي.

که خدای مه کړه تړون مات سي:
له شک پرته د دوحې تاریخي تړون د دواړو لوریو لپاره د یوې سترې خونړۍ جګړې څخه د وتلو یو آسان حل دی، او د دواړو لوريو علیا ګټې کې نغښتې دي، البته د طالبانو په نسبت امریکا ته لا نور هم ګټمن او مؤثر تمامېدلای سي؛ ځکه امریکا د یوه ستر غرور پر نیلي سپره دلته راغلې وه او خپل ټول ځبرځواک یې دلته وازمویی چې کوم اهداف یې تر لاسه نه کړل، بل لوري ته د نړۍ د سپر پاور دعوه ګیره هم ده، پر ځای د دې چې له نظامي لاري شرمنده، شکست خوړلې ولاړه سي، سیاسي حل به ورته په عزت تمام سي.

خو دا چې د امریکا حکومت د نویو انتخاباتو په نتیجه کې نوی سو او د ټرمپ ځای ته جوبایډن راغلی، د دغه له عقله خلاص مشر څخه یې کله داسي بابولالي اورېدل کیږي چې د تړون شرائط په ټاکلې موده کې نه سي پوره کولای، حالات څه داسي هم برېښوي چې بايډن او ائتلافیان به د تيرو اولسمشرانو سرټمبګي بیا تکرار کړي او د تړون د تطبیق پولې به ماتې کړي،یو ځل به بیا اشغال ته دوام ورکړي.

په باور سره ویلای سو چې د افغانستان اسلامي امارت سولې ته په هره معنا ژمن دی او تر اوسه پوري هیڅ کوم جهت د تړون د نقض داغ نه سي باندې ثابتولای، که بیا هم مخالف جهت تړون مات کړي،چې همدومره موده نوره جګړه وغځوي لابه هم د دغه اسماني ځواک مورال مات نه کړي، طالب لا وسله په غاړه پر سنګره مبارزه کوي، له هره پلوه ورځ تر بلې قوي کیږي، لا هم د تړون د نقص په صورت کې د جګړې کلک هوډ لري، د تړون نقض به د امریکې د نړیوالي شرمندګۍ لامل جوړ سي، امریکا دي دلته له شکست خورده انګریزانو، شورویانو او د خپل اشغال له تیرو شلو کلنو پند واخلي چې افغانستان هضمول خورا ګران دی، پر تېر عمر دي غور وکړي چې دلته یې له افغانانو هغه درسونه واخیستل چې نسلونه نسلونه به له روعبه لړزیږي، نه په هوا کې تري خوندي سول او نه پر ځمکه، نه په پټن ځايونو کې او نه پر هواره؛بلکې تر هره ځایه د غازیانو د څار او ګذار ښکار سول، لا هم د افغانانو مورال مات نه دطب نور که پر خپل اولس او فوځونو رحم وکړئ نو د جنګ ترخه تجربه بیا مه تکراروئ، که تکرار هم کړئ نو د هرڅه مسؤل به یاست او درنه بیه به پرې کړئ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x