افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر اخند: که د دوحې هوکړه عملي شي‌ افغانستان کې سوله تامین او اسلامي نظام حاکمېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د لومړۍ کلیزې د را رسېدو په مناسبت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «ملا برادر اخند» وایي، که چېرې د دوحې هوکړه عملي شي‌، ‌‌په افغانستان کې به سوله او ثبات تامین شي او اسلامي نظام به حاکم شي.

ملا برادر اخند په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي،‌ چې د «افغانستان اسلامي‌ امارت»‌ د دوحې تړون له لاسلیکېدو تر دې دمه یاد تړون ته ژمن پاتې شوی دی او له خپل مقابل لوري هم دا هیله لري، چې له تړون سره سم خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

پیغام کې وړاندې ویل شوي،‌ چې د دوحې د تړون د لاسلیک ورځ یوه تاریخي او ویاړمنه ورځ وه او د یاد تړون په اساس په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه راټيته شوه، بندیان ازاد شول او بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

ملا برادر اخند ددې تر څنګ د دوحې د تړون له امله د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره رامنځته شوی فرصت بې ساري بللی او ټینګار یې کړی که چېرې دا تړون عملي‌ شي ښې پایلې به ولري.

د پيغام په یوه برخه کې راغلي‌ « د نوموړې توافقنامې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې دثبات او سولې د ټینګیدو لپاره ښه فرصت رامنځته سوی، که د توافقنامې دواړه لوري په خپل وخت له دې فرصت څخه استفاده وکړي تمه ده چې مثبتې پایلې به ولري.»

د طالبانو سیاسي‌ مرستیال د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو کې په موجودو نړیوالو هیوادونو او سازمانونو هم غږ کړی، چې د دوحې تړون د عملي‌ کولو په برخه کې هڅې وکړي.

بشپړ‌پيغام په لاندې لینک اورېدلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که د دوحی تړون مونږه ته د امارت په شان اسلامی حکومت راولی نو ## پر داسی بی ننګه تړون شی او پر داسو خلکو چی د اسلامی حکومت راوستل د امریکی پر تړون پوری تړی. افغانان دی خپلی سره کینی خپل منځ کی د تعهد وکړی او بدون د بهرنیو د لاسوهنی څخه دی یو افغان شموله حکومت را منځ ته کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x