لیکنېنظــر

د دوحې تاریخي تړون!

خيرالله شينواری

نن د دوحې د تاریخي تړون لومړۍ کلیزه پوره کېږي، دا د معاصر افغانستان په تاریخ کې داسې لومړی تړون دی چې افغانان یې له یرغلګرو سره د یوې کامیابې مذاکرې وروسته کوي چې طرفین پرې د دوه طرفه ژمنو په اساس یوه توافق ته رسېږي او مسؤلیتونه اخلي، مونږ په ۲۱مه پېړۍ کې د یوه داسې تاریخي تړون شاهدان یو چې افغانان له خپل مقابل جهت سره په هېڅ لحاظ د پرتلې وړ ندي، نه سیاسي، نه اقتصادي، نه نظامي او پوځي، کوم سیاسي پرستیژ رعب او داب چې امریکا یې په نړۍ کې لري بل هېڅ هیواد یې لا نلري، کوم پیاوړی او زورور اقتصاد چې امریکا یې خاونده ده د دنیا پر مخ یې لا څوک نلري، کومه نظامي تګلاره، مجهز پوځ، پرمختللې وسلې او ټیکنالوژي چې امریکا یې لري د دنیا پرمختللي پرمختللي پوځونه یې لا نلري، هغه پوځي ځواک او پراختیا چې د امریکا له مرکزي پوځي قومندې نیولې تر یوروپین کمانډه پورې او بیا د افریقا له لویې وچې نیولې د اسیا او استرالیا تر نظامي اډو، د خلیج فارس او ګلف له بحیرو نیولې د هند تر سمندرګي او د منځنۍ اسیا تر هیوادونو پورې په شاوخوا ۸۰ هیوادونو کې ددوی هوایي، ځمکني او بحري پوځیانو او نظامي شتون جمع ناټو او متحدین یې دا ثابتوي چې افغانان یې په مقابل کې له هر پلوه په هېڅ معنی د پرتلې وړ نه وه الا مګر اراده او تعهد چې مونږ د خپلو ارزښتونو د دفاع او د خپلې یاغي باغي او خپلواکه خوی د ساتلو په لار کې درلود.

د دوحې تړون د اتلس میاشتو مسلسلو او وقفه یي مذاکراتو څخه وروسته د نړۍ د شاوخوا ۳۵ هیوادونو د استازو، نړیوالو معتبرو سازمانونو، شخصیتونو او اورګانونو په حضور کې د امریکا او طالبانو ترمېنځ لاسلیک شو، دا تړون د دوو سیالو طرفونو ترمېنځ په دوه طرفه ګټو او تعهداتو ولاو تړون ښکاره شو چې هېڅ طرف پکښې خپل تاوان نه ویني، خصوصاً افغانانو خو بېخي دنیا حیرانه کړه چې څنګه یې امریکا له خپلې دار و دستې، ډیپلوماسي او سیاست سره داسې یوه بې مثاله تړون ته اړ ویسته چې خپلې غوښتنې په ډیر اساسي شکل پرې ومني او د جګړې د اختتام باعث هم شي، ددې تړون له برکته د افغانانو په کور کلي چاپې او بمبارونه ودرېدل، لوی جنګي عملیات او تهاجمي بریدونه بند شول، د ملکي افغانانو او په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې د خلکو د تلفاتو کچه تقریباً صفر ته راټیټه شوه، افغانانو به چې ټوله شپه د چاپې، بمبار او بې پیلوټه له ویرې په ویښه تیروله، په کورونو به یې پیرې ودرولې، د شپې به یې چې ګشت و ګذار نشو کولای، مریض به یې نشو انتقالولای، میلمه به یې نشو ساتلای، پولې او پټي ته به چې نشو تللای دا هر څه پایته ورسېدل، ویره ختمه شوه، په کلو کې د خلکو په عادي ژوند کې د پام وړ تغیر راغی، امنیت او نسبي سوکالي یې په نصیب شوه او خلکو یې دروند استقبال وکړ.

ددې تړون په برکت به امریکایي او ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وځي، د افغانستان اشغال ته به د پای ټکی ایښودل کېږي، له لاسلیک یو کال وروسته زرګونه بهرني سرتېري له افغانستانه وتلي، لسګونه بهرنۍ نظامي اډې او ددوی بېسونه تړل شوي او لا روان دي، په تړون کې له ژمنې سره سم شاوخوا ۶۰۰۰ بندیان د دواړو لورو له پلوه خوشې شول، شپږ زره کورنۍ که په اوسط شکل هره کورنۍ ۸ کسه ولري نو شاوخوا پنځوس زره انسانانو په زړونو د مرهم پټۍ ولګېده، د زړونو ټوټې یې کورونو ته ور ستنې شوې، د کلونو فراق یې ختم او له یو بل سره یو ځای شول، یو بل اساسي پیل چې ددې تړون له محتوا سره سم وشو هغه د بین الافغاني مذاکراتو پیل وه چې که څه هم په ځنډ سره وشو خو پیل شو او لا یې سلسله روانه ده، د بین الافغاني مذاکراتو بریا به له امریکا سره د یوې زورورې مبارزې او یوې بې مثاله او درنې قربانۍ د ثمرې د ساتلو پایله ګرځي، که چېرته افغانان خپل سلیقوي اختلافات شاته پرېږدي او د خپلو دیني او ملي ګټو پسې ولاړ شي نو ان شاءالله چې مونږ به لکه څرنګه چې مو د روانې معضلې بهرني اړخ سره تفاهم وکړ دغسې به یې کورنی اړخ هم مهاروو او دائمي ثبات ته د رسېدو ارمان به پوره کوو، پدې لار کې ډېر ګذشت، قربانۍ او ایثار، صبر او زغم، یو بل منلو او درک کولو، د حقایقو او حالاتو ته کتلو، د سیمې او نړۍ د استخباراتي دسیسو او توطئو څخه باخبره باتې کېدو ته اړتیا ده چې ټول طرفونه باید ورته متوجه وي او خدای مکړه د خپل ځاني منفعت پخاطر داسې کوم اقدام ته لاس وانچوي چې هغه سبا د افغانستان د لا تباهۍ، دربدرۍ او خاورې په سرۍ سبب وګرځي.

وَ مَا عَلَینَا اِلَّا اَلبَلَاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x