روغتیا

کوم کسان باید له خامو سبزيجاتو ځانونه وژغوري؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې د تغذیې ماهرې «یکاترینا بورلییوا» وایي، هغه کسان چې د هاضمې سیستم او په «بده د اوښتي ټپونو» ناروغیو اخته وي باید له هر ډول خامو سبزیجاتو خوړلو منع شي.

یوې روسیې ورځپاڼې سره په مرکه کې یادې ډاکټرې هغو کسانو ته چې له دغه ډول ناروغیو کړیږي، مشوره ورکړې تر څو تازه میوې، په اور پخ شوي یا ایشېدلي شیان وخوري او له خامو سبزیجاتو ځانونه وژغوري.

ډاکټرې یکاترینا بورلییوا دا تاثر رد کړی چې ګواکې خام سبزیجات د پخو په نسبت ګټور دي، هغه وایي که څه هم خام کرم (بند ګوپي) لویه کچه ویټامن سي لري، خو د پخېدو پرمهال تجزیه کیږي، په هر صورت خام کرم اکثره وختونه په معده کې د ګاز او پړسوب لامل کیږي، خو پخول یې ددغه ستونزو احتمال کموي.

ډاکټره ټينګار کوي چې ځینې سبزیجات داسې مواد لري چې د پخلي پرمهال تجزیه شي او په ښه توګه هضمیږي.

په ځینو څیړنو کې څرګنده شوې چې لیکوپین د سرطان خطر کموي، په کولمو کې د غوړ په کارولو سره د هغو پخو شویو خوړو له لارې چې لیکوپين لري په کولمو کې په ښه توګه جذبیږي. خو څومره چې د پوخ شوي خوړو تودوخه لوړیږي ددې ماتېدل او له منځه تلل ډیریږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x