
هند کې جنګي چرګ د «جنګولو پرمهال» خپل څښتن وژلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د هند په سوېل تیلانګانا ایالت په لوتونور کلي کې د چرګانو جنګولو سیالۍ پرمهال یوه چرګ خپل څښتن وژلی دی.
د چرګ څښتن د خپل جنګي چرګ پر پښه د سیال چرګ د ښه وهلو لپاره چړه تړلې وه، خو د تېښتې پرمهال یې خپل څښتن په چړه ووهه.
د چرګ څښتن د سخت ټپ او د زیاتې وینې بهېدو له امله روغتون تر پر لاره ساه ورکړه. خو د پېښې په تړاو پولیس د هغو ۱۶ کسانو د نیولو هڅه کې دي چې دغه لوبه یې تنظیم کړې، او چرګ یې هم محکمې ته د ثبوت په توګه وړاندې کولو لپاره ساتلی دی.
پېښه په داسې حال کې تېره اونۍ رامنځته شوه چې د چرګانو جنګولو له سیالۍ شېبه وړاندې دغه چرګ غوښتل وتښتي، چې خاوند یې د نېولو هڅه وکړه او پر ۷ سانتي متره چړه چې پر پښه یې تړل شوې وه په ورون وواهه.
چرګان د جنګ پرمهال له خپلو پښو او تېرو نوکانو کار اخلي، خو څښتنان یې د لا زیات تکړه والي لپاره پر پښو تیرې چړې ورتړي تر څو مخالف چرګ راوپرځوي.
په هند، افغانستان، پاکستان او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د چرګانو پر جنګولو کلونه وړاندې بندیز لګېدلی، خو لا هم ددغو هېوادونو په کلیوالو سیمو کې په نسبي ډول دا کار په پراخه کچه کیږي او ډیر سیالان لري.
دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې یو چرګ خپل څښتن وژني، تېر کال هم په اندر پردېش ایالت کې وروسته تر هغه یو سړی مړ شو، چې د چرګ پر پښه پورې په تړلې چړې پر غاړه ولګېد.
یوازې دا نه، بلکې هر کال په جنګ کې زرګونه چرګان مړه کیږي او د مخنیوي لپاره یې د حیواناتو د حقونو د فعالانو له هلو ځلو سربېره بیا هم ډیر خلک د چرګانو د جنګ نندارې ته راټولیږي او له دې ناسم کار څخه خوند اخلي.