ټکنالوژي

واټس اپ «د ویدیو غږ بندولو» ځانګړتیا وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې واټس اپ پر خپل اپلیکیشن کې د «ویدیو غږ بندولو» ځانګړتیا وړاندې کړې ده.

ځینې مهال د ویدیو ثبتولو پرمهال داسې اوازونه ثبتیږي چې کاروونکی یې نه غواړي خپره شي، د ویدیو اواز له منځه وړلو لپاره له یو شمېر نورو اپلیکیشنو کار اخیستل کیږي، خو واټس اپ داسې ځانګړتیا وړاندې کړې چې کولی شئ له مخې یې ویدیو پرته له اوازه پر واټس اپ له خپلو ملګرو او یا په سټيټس خپره کړئ.

د ویدیو خپرولو پرمهال ددې اواز خپ کولو طریقه په لاندې ډول ده:

  • د واټس اپ چیټ پرانیزئ او د خپل موبایل ذخیرې څخه یوه ویدیو غوره کړئ.
  • له ویدیو غوره کولو وروسته تاسې د ویدیو اوږدوالی هم لنډولی شئ، خو دغلته د «غږ» آیکن په نظر درځي.
  • د غږ آیکن کیکاږئ، له هغې وروسته که غواړئ ویدیو خپل ملګري ته واستوئ او یا هم پر خپل سټيټس یې پورته کړئ، هغه به له اواز پرته پورته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x