افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ولسي جرګې رییس: له طالبانو سره د سولې تمه نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې رییس «میر  رحمان رحماني» وایي، طالبان له حکومت سره د سولې لپاره هیڅ ډول طرحه نه لري  او د جګړې د شدت کچه یې لوړه ساتلې، چې له امله یې د سولې خبرو ته شته هیلې مړاوې شوې دي.

میر رحمان رحماني چې د یوه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی، هلته یې یوې ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تمه نه لري؛ ځکه دده له قوله، طالبانو د جګړې د شدت کچه لوړه ساتلې چې له امله یې د سولې  هیلې له منځه تللې دي.

رحماني وړاندې ادعاء وکړه، چې د افغانستان خلک د شل کلنو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو او د نظام پاشل کېدو ته تیار نه دي.

دده په خبره «داسې تمه وه چې سوله به تامین شي، خو متاسفانه تر دې دمه یې په باره کې باوري نه یو؛ خو حکومت بیا هم د نظام د ساتل کېدو په شرط د سولې هر ډول مذاکراتو ته چمتو دی.»

د نوموړي تر څنګ په تاجکستان کې د کابل حکومت سفیر «ظاهر اغبر» هم پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي او په خبره یې، چا ته اجازه نه ورکوو چې بیا ځلې د «عسکرو» د جنازې د نه کولو فتوا صادره کړي.

د ولسي جرګې د رییس  پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی او تر یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تازه د ناستو بیا ځلې پیل کېدو د مذاکراتو بریا ته هیلې راټوکولې دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی  «زلمی خلیلزاد» هم د سیمې په سفر وتلی او ښایي تر جرمني وروسته پاکستان، قطر، متحده عرب امارات او افغانستان ته هم وروګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x