دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت اتم اعتراض

عبدالغفار جبير

په بایبل کي د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندوینه نسته

ځواب: عبدالغفار جُبیر
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله ستاسو په مقدس بایبل کي تر ۲۱ اضافه وړاندوینې شتون لري، چي زه یې دلته یو څو بېلګي وړاندي کوم.

لومړی وړاندوینه:
سیدنا حضرت عیسی علیه السلام په انجیل یوحنا کي وايي:
خو بیا هم زه تاسو ته رښتیا وایم چې دا ستاسو د بهترۍ لپاره دی، چې زه ستاسو څخه جلاکېږم، که چېرې زه له تاسو څخه ولاړ نشم نو مددګار به رانشي او که چېری زه ولاړ شم نو هغه به زه را واستوم، کله چې هغه راشي نو هغه به دنیا د ګناه او د صداقت او انصاف په باب کښې ملامته کړي، …خوکله چې دحقیقت روح (پېغمبر) راشي نو هغه به تاسو ته دا ټول حقیقت وښیي ځکه چې هغه به له خپله ځانه هیڅ نه وایي، خو هغه څه به وایي کوم چې هغه اوری او هغه به تاسو په راتلونکو واقعاتو خبر کړي. (یوحنا ۱۶ باب ۳- ۱۴)، لومړی جیبی چاپ ۱۹۹۶)

که موږ د یوحنا  ۱۶ باب او د ۳- ۱۴ ایاتو ته راشو نو ډېره ښکاره خبره ده چې دا ټولې وړاندوینې د فخرالموجودات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په هکله دي، چې موږ یې مخکې هم ذکر وکړ، اوس غواړم چې یو څه نوره رڼا ورباندې هم واچوم، په انګلیسي بایبل The Holly Bible, Authorized King James Version
کې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره (Comforter) کامفرټر (تسلیت ورکوونکی او راحت بخښونکی) راغلی دی، چې په ځینو عربي بایبلو کې ورته (المعزی) او په نورو عربی بایبلو کې مطبوعه لندن ۱۸۲۱، ۱۸۳۱ او۱۸۸۴ میلادي چاپ والاو کې (فارقلیط) راغلی دی، لکه:
لكِنِّي أَقُولُ لَكُمُ الْحَقَّ: إِنَّهُ خَيْرٌ لَكُمْ أَنْ أَنْطَلِقَ، لأَنَّهُ إِنْ لَمْ أَنْطَلِقْ لاَ يَأْتِيكُمُ الْفَارَقَلِيْط، وَلكِنْ إِنْ ذَهَبْتُ أُرْسِلُهُ إِلَيْكُمْ.

په اصلي سریاني انجیل کې (تحمنَا) راغلی دی چې معنا یې په عربي کې (محمد) دی، له دې څخه وروسته بیا دغه توری په یوناني انجیل کې (Periclytos) پريکلایتوس چې معنا یې هغه څوک چې تعریف یې شوی وي (محمد) بیا کلیسا دا توری هم ونشو زغملای بیر ته یې پاراکلیتوس (Paracletus) ته بدل کړ. دوی ډېر زحمت ایستلی او ډېرې روپۍ یې مصرف کړې او دا کار یې وکړ، هغه په لاس لیکل شوی بایبلونه چې د محمد توری به پکښې نوشته ؤ؛ په هر قیمت چې به موندل کیدل، هغه یې ټول کړل او بیا یې وسوځول خو بیا هم دا بایبلونه اوس پیدا کیږي.
اوپه ځینو اردو بایبلونو کې هم (فارقلیط) راغلی دی، خو وروسته دا توري په شفیع، مددګاره، وکیل، بزرګ، روح القدوس، روح حق باندې تحریف شوي، چې زه به دبایبلو حوالې درکړم: په پښتو بایبل اول جیبي چاپ ۱۹۹۶ میلادي کال مخ ۲۷۰ او انجیل شریف یوحنا چاپ ۱۹۸۱مخ ۶۷، مطبعه پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور کې (مددګار) راغلی دی.

په اردو بایبل (کلام مقدس) مخ ۱۳۰ چې ۷۲ کتابونه دي، او د کاتولیکانو بایبل دی، پکښې (وکیل) راغلی دي. دا بایبل په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د بایبل سوسایټی له لورې په لاهور کې چاپ شوی دی.

د پروتستانو په بایبل (کتاب مقدس) کې چې ریفرنس ریوایزډ ورژن دی، مخ ۱۰۱ چې په ۲۰۱۱ کال کې د بایبل سوسایټی له لورې په لاهور کې چاپ شوی دی لومړی (مددګار) راغلی دی، چې لاندی ورته (یا وکیل ، شفیع) راغلي دي.

د بایبل ځینې پوهان په دې اند دي چې په سریاني ژبه کې اصل توری (فارقلیط) دی او کله چې د یوحنا انجیل ویوناني ژبې ته وژباړل شو، نو دوی د دې (فارقليط) پرځای (پارکليطوس) (Parkletos)استعال کې چې معنی یې د (احمداومحمد) ده، کله چې دوی پوه شول چې دا د اخري نبي کریم صلی الله علیه وسلم نوم او وړاندوینه ده؛ نو دا توری يې په (پاراکليتوس) (Parakletos) بدل کړ، چې تسلیت ورکوونکي ته وایي او هغه بایبلونه چې د پخواني یوناني بایبلو څخه ژباړل شوي دي، لکه ځنې عربي، اردو او فارسي بایبلونه؛ نو په هغو کې دا توری پخپله اصلي بڼه چاپ شوی، چې (فارقلیط) دی  او کله چې دوی پوه شول چې دا (فارقليط) هم د(احمد او محمد) په معنی سره دی، نو ځکه يې دا توري په (وکیل، شفیع، مددګار، حق روح، روح القدوس او نورو سره) بدل کړي، لکه مخکې چې ما ورباندي رڼا واچوله.

که موږ دا آیت پخپل اوسني حالت پریږدو او له دې څخه شفيع مراد شي؛ نو د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته څوک شفیع راغی؟ څوک مددګار راغی؟ څوک حق روح چې د انجیل په اصطلاح، پېغمبر ته وایي، راغی؟ آیا د سیدنا حضرت عیسی السلام څخه وروسته تر فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ماسوا بل کوم پېغمبر راغلی دی؟ که خپله حضرت عیسی السلام شفیع وای؛ نو ده به داسې ویلي وای چې زه شفیع یم، او بر عکس په ایات کې راغلي دي چې زه تر هغه پورې نه ځم؛ چې شفیع نه وي راغلی، آیا تر امام الانبياء صلی الله علیه وسلم بل شفیع څوک دی؟؟

( که عیسایي نړۍ مونږ ته ووایي چې د ده نوم په بایبل کې نه دی ذکر شوی، نو ځکه دی نعوذ باالله پېغمبر نه دی؛ نو موږ ورته وایو چې لومړی خو وړاندوینې ډېرې راغلي دي او که یې تاسې نه منئ؛ نو د حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت نوح علیه السلام، حضرت اسحاق علیه السلام، حضرت یعقوب علیه السلام، حضرت داود علیه السلام، حضرت شمعون علیه السلام، حضرت جدعون علیه السلام، حضرت افتاح علیه السلام، حضرت یسعیاه علیه السلام، حضرت یرمیاه علیه السلام، حضرت حزقیل علیه السلام، حضرت حبقوق علیه السلام، حضرت حجی علیه السلام، حضرت میکاه علیه السلام او داسې نور پېغمبران چې په اوسني بایبل کې یې بیان شوي دي؛ دا ټول په حقه پېغمبران وو او حال دا چې له هر یوه څخه مخکې، د هغو ذکر نه دی شوی، زه به دهغو ټولو څخه د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وړاندوینې ته راشم چې د عیسی علیه السلام له راتګ څخه مخکې موجوده وه او هلته هم دده نوم او لقب نه دی ذکر شوی لکه:

ای د یهودو دځمکې بیت اللحم ښاره!
ته د یهودو په لویو ښارونو کې هیڅکله هم کوچنی نه ېې، ځکه چې له تا نه به هغه سردار راوځی؛ چې زما د خلکو اسرائیلو شپون به وي. (متی، ۲ باب ۶ ایات)

دا د حضرت عیسی علیه السلام په هکله وړاندوینه ده خو نه یې نوم او نه یې لقب شته او حال دا چې دی پېغمبر ؤ، نو دا شرط نه دی چې خامخا دې د راتلونکې پېغمبر نوم او لقب پوره ذکر شي. دلته سیدنا حضرت عیسی علیه السلام ته د سردار توری راغلی دی.

دویمه وړاندوینه:
زه به تاسو ته زیاتي خبرې ونکړم؛ ځکه چې ددې دنیا سردار راتلونکی دی. (انجیل یوحنا باب ۱۴: ۳۰)

حضرت عیسی علیه السلام یهودو ته وايي چې سردار راتلونکی دی، یعنې تر اوسه لانه دی راغلی، هغه څوک چې حضرت عیسی علیه السلام ورته سردار وايي، هغه به څوک وي؟ هغه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی.

دریمه وړاندوینه:
حضرت عیسی علیه السلام وایي: داسې کس راتلونکی دی چې له ما څخه ډېر طاقتور دی او زه د هغه د څپلو د تسمو د پرانستلو جوګه هم نه یم. (انجیل لوقا ۳باب ۱۶)

ډېره ښکلې وړاندوینه ده، آیا تر حضرت عیسی علیه السلام بل څوک وروسته په ټوله نړۍ کې طاقتور راغلی دی؟ آیا تاسې مقدس پولس ترحضرت عیسی علیه السلام غوره ګڼئ؟ په عیسایي نړۍ کې تر پولس غوره شخص نشته، او که تاسی وایاست، چې نه، پولس دومره درجه نلري؛ نو تاسی به ضرور دا اعتراف کوئ چې د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام د دې وړاندوینې څخه یواځې او یواځی فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مراد دی او بس.

څلورمه وړاندوینه:
حضرت عیسی علیه السلام وايي:
زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونه وینئ؛ ترڅو چې دا ونه وايئ چې (مبارک دې وي هغه چې څوک  د رب په نوم راځي). (انجیل متی باب ۲۳: ۳۹)

دا ځکه د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام وینا ده چې په سور لیکي بایبل (Red Letter Bible) کې دا آیات په سره رنګ سره دی ، په دې بایبل کې هره وینا چې حضرت عیسی علیه السلام کړې وي هغه په سره رنګ سره ده، دا آیت د دې بایبل (The Holly Bible/New King James Version- 1982- By: Thomas Nelson Bibles/USA  ) په ۳۲۵ مخ کې دی.

پنځمه وړاندوینه:
یحیی د اوښ د وړیو چوغه اغوستې وه او د څرمنې پټۍ یې له ملا څخه تاوه کړې وه او هغه به ملخان او ځنګلي ګبین خوړلو او دا اعلان به یې کاوه چې (( له مانه پس به هغه سړی راځي چې له ما نه زیات زورور دی زه ددې لایق هم نه یم چې ټیټ شم او د هغه د پیزار تسمې پرانیزم، ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه، خو هغه به ستاسو بپتسمه په روح القدوس وکړي.)
(انجیل مرقوس باب ۱: ۶- ۹)

حضرت یحیی علیه السلام په عیسایت کې ډېر لوی ځای لري، لکه حضرت عیسی علیه السلام چې وايي:
رښتیا درته وایم، چې د بپتسمه ورکونکي یحیی نه لوی زوی لا یوې مور هم نه دی راوړی. (انجیل متی باب ۱۱: ۱۱)

دا چې حضرت عیسی علیه السلام پخپله وايي چې تر هغه لوی ستر انسان نشته؛ نو د دې څخه مطلب دا دی چې دی (حضرت یحیی علیه السلام ) له ما ستر انسان دی.

بل لور ته بیا بایبل وایي چې حضرت یحیی علیه السلام خلکو ته په اوبو بپتسمه ورکوله او ډېر ژر به تاسو ته په روح القدوس بپتسمه درکړل شي چې مراد ورڅخه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی ، حضرت عیسی علیه السلام وایي:
او لکه چې تاسو ته معلومه ده چې یحیی علیه السلام به په اوبو بپتسمه ورکوله؛ خو تاسو ته به په روح القدوس بپتسمه درکړل شي، او دا به لږې ورځې پس وي. (اعمال درسولانو باب ۱: ۵)

شپږمه وړاندوینه:
حضرت سیدنا موسی علیه السلام په تورات کې وایي:
(څښتن راغی، د سينا له غره نه هغه ادوم باندې د لمر په شان راپورته شو او وځلېده د فاران له غره نه په خپل قوم باندې د هغه سره لس زره فرښتې وې . (بایبل- استثناء باب ۳۳: ۲)

فاران د مکې معظمې نوم دی، یعنې دا ښکلی پېغمبر چې راځي؛ دا به د مکې معظمې له خلکو څخه وي، تر دې سپینه او ښکاره وړاندوینه؟؟؟ دا وړاندوینه په دې له حضرت عیسی علیه السلام سره سمون نه خوري؛ چې هغه د مکې له ښار څخه ؤ او بل لور ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د بدر په ورځ له اسمانو څخه په زرهاوو فرښتې د مرستې لپاره راښکته شوې وې. نو ګرانولوستونکو! تاسو قضاوت وکړئ. د دې ټولو وړاندوینو څخه لاندې خبرې ترلاسه شوې:

۱: دا نبي صلی الله علیه وسلم به دمکې معظمې له ښاره وي.
۲: دا نبي صلی الله علیه وسلم به له حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته وي.
۳: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د حضرت عیسی علیه السلام د قول مطابق، تر حضرت عیسی علیه السلام طاقتور وي.
۴: دا نبي صلی الله علیه وسلم به په آخرت کې شفاعت کوي، په دې نړۍ کې به تسلي راولي.
۵: دا نبي صلی الله علیه وسلم به اسلام پر مخ بیایي.
۶: دا نبي صلی الله علیه وسلم به په دې دنیا کې مرسته کوونکی وي، او خلک به له بې لارۍ څخه سمې لارې ته رهنمایي کوي  او له دوزخ څخه  جنت ته.
۷: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د یهودو ورور، یعني د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي.
۸: دا نبي صلی الله علیه وسلم به د حضرت موسی علیه السلام په شان شریعت، جهاد، هجرت او صاحب ازواج وي.
۹: هغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم به تر آبده له تا سره وي یعني (خاتم الانبياء) به وي.
۱۰: هغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم به هیڅ خبره له ځانه نه کوي؛ بلکې هر څه چې اوري (وحی ورته کیږي) او هغه به درته وایي.
۱۱: هغه به دا خلک د خپلو ګناهونو (چې شرک) له خدای سره پیدا کوي، یا لکه تاسې چې وایئ، چې عیسی ابن الله (دخدای ځوی دی نعوذباالله)، په صداقت کې چې تاسې رښتني نه یاست او زما تکذیب مو وکړ او په انصاف کې چې زه مو د الله ځوی کړم  اوداسی نور… په دې کې به تاسی ملامت کړي (ای عیسایانو او یهودو)! یعنې تاسې په دې ټولو کې پر ناحقه یاست او دغه پېغمبر په حقه دی.
۱۲: داپېغمبر صلی الله علیه وسلم دحقیقت روح( واقعي پېغمبر) دی.
۱۳: له دې پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره به پرښتې وي، لکه د بدر په ورځ چې الله جل جلاله ملائکې د مسلمانانو د مرستې لپاره راولېږلې.
۱۴: دا پېغمبر صلی الله علیه وسلم به راتلونکې وړاندوینې وکړي، لکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې ډېری وړاندوینې کړیدي چې دلته به لږه رڼا به پرې واچوو:

اوومه وړاندوینه:
(د یهودو څخه به د پاچاهۍ عصاء بېله نشي او نه به د دوی د نسل څخه د حکومت لکړه واخیستل شي ترڅو چې شیلوه (Shiloh) نه وي راغلی او قومونه به د هغه فرمانبرداره شي. (پیدایښت ۴۹: ۱۰)
که موږ دې پورتني آیت ته وګورو؛ نو دا د تورات د لومړي کتاب پیدایښت آیت دی او موخه یې دا ده چې تر هغه وخته پورې به په اسرائیلو کې الهي سلطنت وي (د پېغمبرانو لړۍ به جاري وي)؛ ترڅو چې شیلوه راځي، او کله چې هغه راغله، په یهودو کې د الهي سلطنت لړۍ بنده شوه، بیا به قومونه د هغه تابعداري کوي.
په آیت کې لفظ د (شیلوه، شیلا) راغلی دی، چې د دې لغوي معنی (امن، سلامتیا) ده، چې په ښکاره ورڅخه اسلام مراد دی، دا ځکه چې د اسلام یوه معنی د امن او سلامتیا ده، یوې بلې خبرې ته مو پام را اړوم، هغه دا چې داسلام څخه مخکې چې هر نبي راغلی دی، نو هغه د یوه ځانګړي قوم لپاره راغلی دی، لکه حضرت ابراهیم علیه السلام چې یوه قوم ته ؤ او په همدغه وخت کې حضرت لوط علیه السلام بل قوم ته ؤ او د بایبل مطابق حضرت عیسی علیه السلام هم یواځې بنی اسرائیلو ته رالیږل شوی ؤ، چې قرآنکریم هم پر دې باندې ګواه دی؛ او دغه اسلام چې راځي نو قومونه به د ده تابع کیږي، چې معنی یې دا ده چې دا به نړیوال دین وي، یا په بل عبارت همدا پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې راځي دا به رحمة للعلمین وي.

اتمه وړاندوینه:
(حضرت سلیمان علیه السلام وایي:
زما محبوب سور او سپین دی، هغه په لس زرو (۱۰۰۰۰) کې افضل دی، د هغه سر خالص سره زر دي (دا چي دلته دنبي کریم صلی الله علیه وسلم سرمبارک د سرو زرو سره مشابه دی، دلته مراد ورڅخه ارزښت، ښکلا او اهمیت دی، دا تشبیه د ارزښت له کبله شوې ده. یا لکه چې یو شاعر پخپل شعر کي د خپل محبوب غاښونه د ملغلرو سره مشابه  کړیدي او داسی نور…
)، د هغه زلفې ولول دي او تورې دي، غاښونه یې داسې سپین دي؛ لکه شیدې، او د هغه رخسار ډېر خوشبویه دی، خوله یې ډېره خوږه ده او داسې نور.. (غزل الغزلات ۵: ۱۰- ۱۶)
چې په دې کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم صورت مبارک اوڅهره مبارکه بیان شوې ده، زلفې مبارکې یې توری وې، غاښونه مبارکان یې ډېر سپین وو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک بدن د ګلاب خوشبویې درلوده  او کله چې به پر یوه لاره تیر شو؛ نو تر دریو ورځو پورې به پر هغه لاره خوشبویې وه، په لسو زرو کې افضل دی، چې ورڅخه د مکې فتحه مراد ده، کله چې مکه فتحه شوه؛ نو له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ۱۰۰۰۰ صحابه کرام وو، چې دې ټولو کې دی افضل ؤ او داسې نور.

نهمه وړاندوینه:
دا چې زبور پر حضرت داؤد علیه السلام باندې نازل شوی ؤ، نو اوسني زبور هغه زبور نه دی چې پر سیدنا حضرت داؤد علیه السلام باندې نازل شوی ؤ، بلکې اوسنی زبور تحریف شوی دی، په دې تحریف شوی زبور کې هم حضرت داؤد علیه السلام د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم صفتونه کوي او وايي:
دآدم له اولادې څخه تر ټولو ښکلی دی.
شونډان یې له لطف څخه ډک دي.
له همدې کبله یې، ته د تل لپاره مبارک کړې.
ای زبر دسته! ته خپله توره چې ستا دبدبه او شوکت ده، پر خپله ملا باندې وتړه او د رښتینولۍ اوصداقت په خاطر او د خپل شان او شوکت له کبله سپور شه، ستا غشی تېز دی.
قومونه به تر تا لاندژ شي، ستا دښمنان به روحیه له لاسه ورکړي.
خدای به ستاسو تخت تر ابده پورې قایم ولري.
ستا د قدرت عصا، د راستۍ عصا ده.
له صداقت سره دې مینه ده او له شرارت څخه نفرت کوې.
ستا له کالو څخه خوشبویي راځي.
د پاچاهانو اولاده ستا استقبال کوي.
او داسی نور تر ۲۱ پوري وړاندویني سته، کېدای سي همدغه کفایت وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x