نړۍ

اسرائيل: د عمان خليج کې زموږ پر بېړۍ برید کې د ایران لاس دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۹ل): اسرائيلو پر ایران تور پورې کړی، چې د عمان خليج کې د دوی پر بېړۍ بريد کې لاس لري.

د اسرائيلو دفاع وزير «بیني ګانتس» د اسرائيلو پلازمېنې تل ابیب کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، د دوی د معلوماتو له مخې تېره پنجشنبه د عمان په خليج کې د اسرائيلي استخباراتو ته د نږدې سړي پر بېړۍ د برید تر شا د ایران لاس دی.

نوموړي زياته کړې، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې چې اسرائيلي استخباراتو د پېښې له ځايه تر لاسه کړي، په دې برید کې د ایران لاس ښکاري او په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.

د اسرائيلو دفاع وزير وايي: «ایرانيان تل هڅه کوي، چې اسرائيلي اتباعو او د زېر بناوو ته زيانونه ورسوي.»

د تېرې پنجشنبې په ورځ پر اسرائيلي بېړۍ «هيليوس ري» له برید وروسته دا لومړی ځل دی، چې دفاع وزير بیني ګانتس په دې اړه رسمي څرګندونې وکړې.

«هيليوس ري» بار وړونکې بېړۍ د اسرائيلي وګړي رامي اونګز ده، چې د اسرائيلي استخباراتو «موساد» د مشر يوسي کوهين نږدې ملګری دی.

د اسرائيلو کان ټلويزوني شبکه وايي، د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي پر ایران د بريد کولو نظر تاييدوي.

يدیعوت احرنوت ورځپاڼې ويلي، چې اسرائيلي بېړۍ ته اوښتي زيانونه د ایران له لوري د هغه پلان برخه ده، چې غواړي د خپل اټومي ساينس پوه محسن فخري زاده د وژنې غچ واخلي.

فخري زاده د ۲۰۲۰ کال په نومبر مياشت کې د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه په يوه غلچکي برید کې ووژل شو او اسرائيل له هغه وخته په دې تمه و، چې ایران به د نوموړي ساينس پوه غچ اخلي.

د اسرائيلو یديعوت احرنوت ورځپاڼې په وينا د ایران سمندري ځواکونو پر اسرائيلي بېړۍ توغنديز برید کړی.

په ۲۰۱۸ کال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې، د ایران جنوب ته د هرمز سمندري تنګي کې د تېلو پر څو لېږدوونکو بېړيو بریدونه شوي وو او امريکا د دې بریدونو پړه پر ایران اچولې وه، خو ایران د امريکايي چارواکو دا تورونه رد کړي وو.

د عمان په سمندر کې په اسرائيلي بېړۍ کې د شوې چاودنې په اړه تر اوسه ایران څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx