لیکنېنظــر

امريکا سره د حوت د ۱۰ مې تړون ته يو لنډ نظر

خالد رعد

د سولې تړونونه له پېړيو پخوا څخه رواج دي، چې له لارې يې دوه يا ډېر اړخونه هڅه کوي هغه عوامل له منځه يوسي چې دوی يې جګړې او يا په اصطلاح وسلوال ځواب ته اړ کړي وي.

د جګړې او شخړو سياسي حل خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په هر اړخيز ډول تر جګړې غوره دی، خو دا هغه وخت چې د سولې تړون او سياسي حل په هغو اصولو برابر وي چې په مراعاتولو سره يې يو تړون موثر، مثبت او کاميابيږي.

د سولې خبرې او د کاغذ پر مخ د موافقې او تړون لاسليکول نسبتاً اسانه او ارزانه پروسه ده، مګر د کاغذ له مخه د لاسليک شويو مادو او توافق عملي کول او تطبيقول که څه هم مقصودي او مهمه مرحله ده، خورا سخته هم ګڼل کيږي، البته د تړون د تطبيق د ناکامۍ لوی لامل غير کامل او بې کيفيته تړون دی، خو که لاسليک شوی تړون مبهم او ګونګ نه وي، پيچيده غوټې پکې خلاصې شوې وي او د جګړې پای ته رسولو لپاره ټول اړين اړخونه او موضوعات پکې په تفصيل سره شاربل شوي وي، بيا نو د تطبيق مرحله د سختۍ پر ځای اسانيږي.

په نړۍ کې ډېر د سولې تړونونه شوي دي، ډېر کم يې بريالي او عملي شوي دي او اکثر يې ناکام ختلي، آن تر دې چې د نړۍ په ځينو سيمو کې د هغې جګړې، چې د سولې له تړون وروسته رامنځته شوې وي، نقصانات يې تر هغې جګړې زيات وي چې د سولې تړون تر لاسليک مخکې به روانه وه.

يو بهرني ليکوال د بون توافق په اړه ليکل کړي، نوموړی ليکي چې د بون تړون جامع نه و؛ ځکه چې په افغانستان کې د طالبانو په څېر يو قوي جانب مشرانو ته پکې ځای نه و ورکړل شوی، همدا وجه وه چې تړون د کاغذ پر مخ پاتې شو، تطبيق يې ناممکن شو او جګړه دوو لسيزو ته وغځېده.

د سولې پروسې د کاميابۍ له رازونو څخه يو دا هم دی چې کليدي اړخونه به په پروسه کې وجود لري، که يو هم کم وي، پروسه نيمګړې بلل کيږي، چې د تطبيق مرحله سختوي او په وړاندې يې خنډونه ايجاديږي. او چې لاسليک شوی متن عملي نه شي، ګټ مټ د هغه متل کيسه به وي، چې وايي: اپريشن کامياب و، خو مريض مړ شو.

د افغانستان اسلامي امارت له امريکا سره د سولې پروسه د تړون د لاسليک تر ورځې (۱۰/۱۲/۱۳۹۸ لمريز) پورې په داسې انداز وغزوله چې دا ټول اصول پکې مراعات شوي و، ټول هغه موضوعات چې بايد په هيواد کې د سولې راوستلو لپاره پرې خبرې شوې وای، له امريکا سره د اسلامي امارت د سولې پروسه کې په ورځو- ورځو پرې خبرې شوې دي او داسې اړخ نه دی پرېښودل شوی چې د تطبيق مرحلې د خنډ او ځنډ سبب شي، که له دې سره سره د تطبيق مرحله ځنډېږي، پړه به يې د مقابل لوري پر غاړه وي او دا نه يوازې زمونږ افغانانو، بلکې د نړيوالو درک او فيصله هم ده.

دا چې د سولې تړون تر مختلفو سيمو دود او دستور پورې اړه لري او د هيوادونو، رواجونو او عقائدو په اختلاف مختلف چوکاټونه او اړتياوې لري، همدا وجه ده چې سياست پوهانو يې د کاميابېدلو لپاره کوم ځانګړی چوکاټ او اصول نه دي جوړ کړي، داسې چې که تړون د دې ځانګړي چوکاټ موافق لاسليک شي، کامياب، ګنې ناکام به وي.

خو بيا هم په عموم کې د سولې پروسې د کاميابي لپاره لازمه ده چې ټول موضوعات پکې بحث شي او هيڅ اړخ مبهم پرېنښودل شي، حتی د سيمي د هيوادونو اړوند موضوعات هم بايد تر بحث لاندې ونيول شي، چې دا کار د اسلامي امارت د سولې په پروسه کې په تفصيلي ډول شوی دی.

دغه راز د سولې پروسه کې ضروري ده چې ټولنې، ډلې او ګروپونه پکې شرکت ولري، دې مهم اړخ ته هم د اسلامي امارت د سولې پروسه کې بشپړه او ځانګړې توجه شوې ده.

اسلامي امارت د سولې پروسې پر ګردي ميز باندې په نړيوالو ټولنو او سازمانونو سربېره د سيمه ييزو هيوادونو استازو، ديني مشرانو، د مدني ټولنو اعضاوو، د ځوانانو ټولنو، پوهنتونونو، د ښځو د حقوقو استازو او نورو سياسي او غير سياسي ګروپونه ته ځای ورکړی او دا ټول يې په خپلو فيصلو، پلان او عمل کې شريک کړي دي.

که څه هم د افغانستان قضيه له نورو مختلفه ده؛ ځکه چې دلته يوازې دوه اړخونه موجود دي، چې هغه ناټو، چې په رأس کې يې امريکا ځای لري او د افغانستان اسلامي امارت دی، مګر بيا هم د دې لپاره چې د سولې پروسه په کاميابۍ سره لاسليک او بيا يې تړون عملي او تطبيق شي، اسلامي امارت ټولو موضوعاتو او اړخونو ته پکې پوره توجه کړې ده.

اميد دی، لکه څنګه چې دا پروسه او تړون په کاميابۍ سره پای او لاسليک شو، همدارنګه به يې تطبيق هم اسانه او په وړاندې به يې خنډونه نه ايجاديږي او لکه څنګه چې د اسلامي امارت له لوري د سولې هڅې په بشړ خلوص او پاک نيتۍ ترسره شوې دي، زمونږ ګران هيواد ته به يې په برکت تل پاتې سوله او ارامي، خوشحالي او په علمي، اقتصادي او سياسي ډګرونو کې پراختيا او پرمختيا په برخه شي.

ان شاءالله تعالی.

په همدې هيله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x