ورزش

پي ایس ایل: د محمد نبي په زړه پورې پنځوسیزې یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پرمهال د افغا ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه او خپله لومړۍ نیمه سلیزه یې ووهله.

محمد نبي چې د کراچي کینګز لوبډلې له لوري د پي ایس ایل شپږم پړاو سیالیو کې لوبیږي، د یکشنبې په ورځ د لاهور قلندرز لوبډلې پر وړاندې ۵۷ منډې وکړې.

نوموړي په داسې حال کې توپ وهنې ته ښکته شو چې لوبډلې یې چټکې درې ویکټې له لاسه ورکړې وې، او تر سخت فشار لاندې یې په ۳۵ توپونو د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۵۷ منډې وکړې. دغه راز نوموړي ۴ اورونه وکړل او پرته له ویکټې اخیستو یې ۳۱ منډې ورکړې.

دا لومړی وار دی چې محمد نبي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې نیمه سلیزه بشپړه کوي، هغه د یاد لیګ په لومړي پړاو کې د کوټې ګلډیټرز لوبډلې له لوري هم لوبېدلی دی.

د کراچي او لاهور لوبډلو ترمنځ سیالي د تل په څېر په زړه پورې او جالبه وي، چې دغه لوبه کې هم قلندرز لوبډلې له جالبې لوبې وروسته کینګز لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې کراچي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې لاهور لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. ددوی له لوري شرجیل خان ۶۴ او محمد نبي ۵۷ منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې لاهور لوبډلې په صفر کې دوه ویکټې له لاسه ورکړې خو وروسته فخر زمان او بینک ډنک غوره ملګرتیا وکړه او لوبه یې وروستۍ مرحلې ته ورسوله، چې په پای کې یې په ۲۰م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو هدف بشپړ کړ. فخر زمان ۸۳ او بینک ډنک ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

باید وویل شي چې د محمد نبي لوبډله د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو په جدول کې اوسمهال په درې بریاو سره په دریم نمبر کې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x