نړۍ

د قطر امير د سعودي وليعهد سره په دوه اړخيزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو ټيليفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

د قطر دولتي خبري اژانس «قنا» وايي، چې شيخ تميم بن حمد له محمد بن سلمان سره د ټيليفوني خبرو پر مهال د هغه د روغتيا ډاډ حاصل کړ او د دې سربېره يې په دوه اړخيزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

د قطر دولتي خبري اژانس زياتوي، چې دواړو مشرانو د عربي او خليجي همکاريو په اهميت ټينګار وکړ.

د قطر امیر په دغه ټيليفوني اړيکه کې ټينګار کړی، چې دواړه دولتونه بايد د امنيت، سولې او ثبات لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي او د خليجي همکاريو سازمان فعاليت نور هم غښتلی کړي.

د سعودي وليعهد تېره چهارشنبه د اپنډيکس عمليات کړی و او له همدې امله د قطر امیر د نوموړي د روغتيا لپاره د ښو هيلو او پېرزوينو په موخه د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د هغه ولیعهد ته ځانګړي پيغامونه لېږلي وو.

پر سعودي د توغنديز برید غندنه

د قطر د بهرنيو چارو وزارت تېره يکشنبه پر سعودي د حوثي ملېشو توغنديز بریدونه هم غندلي او دا يې له ټولو نړيوالو او بشري اصولو سرغړونه بللې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې قطر د هر ډول تاوتريخوالي، ورانکارۍ او جرمي اعمالو غندنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د شنبې په ورځ ماښام حوثي ملېشو د سعودي پر پلازمېنې رياض توغنديز برید کړی و، چې د سعودي هوايي ځواک له لوري په فضا کې خنثا شول.

له تېرو څو کلونو راهيسې د يمن حوثي ملېشې پر سعودي توغنديز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x