افغانستان

بادغیس کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۱۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» او ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ حوت، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په مرغاب او قادس ولسوالیو کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې لږ تر لږه ‍۱۳ تنه ولسي خلک «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سیمې خلک شکایت کوي چې وړمه ورځ د مرغاب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د دولتي عسکرو یوې کلابندې قرارګاه څخه د خلکو په کورونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړي، چې له امله یې خلکو ته د مالي زیان ترڅنګ یو تن نارینه «شهید» او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې ترڅنګ د قادس ولسوالۍ په «لنګر» سیمه کې هم دولتي عسکرو د خلکو په کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه «شهیدان» شوي او ۵ نور ټپيان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په بادغیس ولایت کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د توپونو او هاوانونو ډزې کوي، بلکې تردې وړاندې هم د بادغیس په ګډون د هېواد مختلفو ولایاتو کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو دولتي عسکرو ورته بریدونه کړي، چې له امله یې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا د خپاره شوي راپور په اساس په تیرو دوه اونیو کې دولتي عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو پرمهال ۸۴ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x