افغانستان

کابل: دولتي‌ عسکرو درې وروڼه په ډزو وژلي/ ویډیو

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ولایت اړوند «پغمان ولسوالۍ»‌ په مربوطاتو کې د صفر یو قطعې عسکرو پر یوه کور د شپنیو عملیاتو په مهال درې وروڼه وژلي او قیمتي‌ شیان او طلاوې یې له ځانه سره وړي‌ دي.

دغه پېښه چې تېره شپه د پغمان ولسوالۍ اړوند «ارغندۍ سیمه» کې رامنځته شوې، له امله یې د سیمې خلکو لاریون کړی او د حکومتي‌ ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د صفر یو قطعې عسکرو د تېرې شپې په چاپه کې درې داسې کسان وژلي، چې وروڼه وو او د حکومت خلاف په هیڅ‌ ډول فعالیتونو کې یې لاس نه درلود.

د لاریونوالو له ډلې یوه تن رسنیو ته ویلي‌ «وژل شوي کسان غریب خلک وو، د سیمې ټول اوسېدونکي‌ يې پيژني. عسکرو د شپې کورونو ته زینې کښېښودې کور ته راواوښتل، ښځې او ماشومان یې بلې کوټې ته کړي دي، دوی یې بلې خواته کړي‌دي،‌ بیا وروسته دوی ولاړل کله چې د کور خلک ورغلي‌ دي، هغوی مړه پراته دي.»

د نوموړي‌ په خبره، عسکرو د وژل شویو کسانو تلیفونونه او له کور څخه یو شمېر طلاوې او قیمتي‌ شیان هم غلا کړي او له ځانه سره یې وړي دي.

https://twitter.com/Shamshadnetwork/status/1366289856528338944?s=20

حکومت که‌ څه هم تر دې دمه د یادې پیښې په اړه څه نه دي‌ ویلي؛‌ خو تر دې وړاندې هم د صفر یو، او صفر دوو قطعو عسکرو له لوري‌ د ولسي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي‌ دي، مګر حکومت یې په اړه د‌ پام وړ ګامونه نه دي‌ پورته کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx