نړۍ

پاکستاني فوځ به افغاني عسکروته روزنه ورکوي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) استنبول: دترکیی هیواد په پلازمینه استنبول کی دري اړخیزه غونډه ترسره شوه، په دغه غونډه کی دغونډو دبرخوالو ترمنځ دوه ډوله پریکړه لیکونه لاسلیک شول.

یو پریکړه لیک لاسلیک شو چی دهغه له مخي څخه به ددرو سره هیوادونو، ترکیه، افغانستان او باکستاني عسکرپه ګډو سره تمرینونه کوي.

دوهم پریکړه لیک بیا دپاکستان او افغانستان ترمنځ لاسلیک شوی دي، چي له مخی به یی پاکستاني فوځ افغاني عسکروته روزنه ورکوي.

دغه خبري دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاندي تهمینه جنعوعه دیوي خبري غونډی پرمهال له خبري رسنیو سره کړی دي، نوموړي زیاته کړه په ترکیه کی دوه ډول پریکړه لیکونه لاسلیک شوی دي، چی یو یی ددرو سره هیوادونو ترمنځ پریکړه لیک دی او دوهم بیا یواځي دپاکستان او افغانستان ترمنځ لاسلیک شوی دي.

یوه برطانوی خبري چینل خبرورکړی دي چی دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت لا له وړاندی څخه ددی خبري تاید کړی دي.

دیادولو ده تیره میاشت چی کله دافغانستان اولسمشر ښاغلی حامد کرزي وهندوستان ته سفر کړی وو، اوهلته یی دخپل سفر پروخت له دغه هیواد سره ستراټجیګ تړونونه لاسلیک کړی وو، چی دهغو له جملي څخه یو تړون همداوو چي هندوستان به دافغاني پولیسو او نورو اداري کارکونکو روزنه ورکوي.

دافغانستان اوهندوستان ترمنځ له دغو تړونونو څخه وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خبرکی ویل شوی وو، چی هیواد یی دافغانستان او هندوستان ترمنځ په دي ورستیو کی لاسلیک شوی تړونونه له نژدی څخه څاري.

او بل دا کله چی د افغانستان او هندوستان ترمنځ دافغاني عسکرو د روزني په اړه پریکړه لیک لاسلیک شو، او خبرونه پررسنیو راښکاره شول، دپاکستان پخواني صدر پرویز مشرف ددغه پریکړه لیک په اړه سخت عکس العمل وښود نوموړي زیاته کړه عجیبه خبره ده کله چی زه دپاکستان صدر وم ما خپله شخصا دافغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي هیواد یی دی ته چمتو دی چی افغاني عسکر وروزي، خو دافغانستان حکومت په دی اړه راته هیڅ جواب رانکړ، خونن زه وینم چی دغه حکومت دهندوستان له حکومت سره دافغانۍ عسکرو دروزني به اړه تړون لاسلیکوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x