افغانستان

زلمي خلیلزاد په کابل کې له عبدالله عبدالله سره کتلي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د هغه له مرستيالانو سره ليدلي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، خلیلزاد او عبدالله د سولې خبرو کې د پرمختګ، د جګړې شدت په کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په اړه خبرې کړي دي.
خلیلزاد تر دې وړاندې جرمني ته هم تللی و او هلته يې له جرمن چارواکو سره د افغانستان سولې او روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې خلیلزاد به په دې سفر کې د جرمني او افغانستان سربېره قطر، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته هم سفر وکړي.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په داسې حال کې د سيمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون کال پوره شو او د دې تړون له مخې بايد ټول بهرني پوځيان په څوارلسو مياشتو کې له افغانستانه ووځي، چې اوس د دغه مهالوېش وروستۍ نېټې ته ايله دوه مياشتې پاتې دي.
د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن ادارې ويلي، چې دوی د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوي تړون ارزونه کوي او په لنډ وخت کې به يې پایله اعلان کړي.
د چارو څارونکي وايي، چې بايډن د افغانستان په اړه د غوراوي په انتخاب کې له ستونزو سره مخ دی.
فارن پاليسي ورځپاڼې په دې اړه خپله يوه مقاله کې ويلي، چې بايډن د افغانستان په اړه درې انتخابه لري، چې هر يو يې له ستونزو او ننګونو ډک دی.
د ورځپاڼې په وينا د بايډن لپاره لومړی انتخاب دا دی، چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې پر ټاکلې نېټې ټول پوځيان له افغانستانه وباسي، نو دغه صورت کې به طالبان د واک تر لاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړي او پر بايډن به نيوکې زياتې شي.
دوهم انتخاب دا دی، چې د ځواکونو ويستلو مهالوېش له پامه وغورځوي، نو په دې صورت به جګړه زور واخلي او طالبان به پر بهرنيو پوځيانو هم بریدونه پيل کړي.
درېيم انتخاب دا کېدای شي، چې د بايډن اداره د ځواکونو د ويستلو نېټه تمديد کړي او په دې اړه له طالبانو سره مذاکرات وکړي.
خو طالبان وايي، د دوحې تړون د افغانستان جګړې د ختمولو تر ټولو غوره هوکړه ده، چې بايد امريکا او متحدين يې ورته ژمن پاتې شي او که له دې تړونه سرغړونه وکړي، نو جګړه بيا د دوی وروستی مجبوريت دی.
طالبانو پر ناټو او امريکا غږ کړی، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د جګړې له غځولو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x