روغتیا

چین افغانستان سره د ۴۰۰ زره ډوزه واکسینو د مرستې اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپلې فیسبوکپاڼې له لوري خبر ورکړی چې چین ورسره د کرونا پر وړاندې د واکسینو ۴۰۰ زره ډوزه مرسته کوي، دا واکسین به ۲۰۰ زره کسانو ته کفایت وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا اعلان د سرپرست وزیر وحید مجروح او په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو سره له لیدنې وروسته کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چین د دوه سوه زره ډوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې دوه سوه زره ډوزه نور د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه د چین هېواد لخوا اضافه شوي دي، په دې سره د مرسته شوي واکسین مجموعي شمېر څلور سوه زره ډوزو ته رسېدلی دی.

له هند وروسته چین دوهم هېواد شو چې په دې لړ کې له افغانستان سره مرسته کوي. هند افغانستان ته څو اونۍ وړاندې ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړي وو چې د روغتیا وزارت له لارې یې د تطبیق بهیر هم پېل شوی دی.

د چین هېواد له افغانستان سره په مجموع ډول څلورسوه زره دوزه د کورونا واکسین مرسته کوي

د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د «کوواکس» پروګرام له لارې به افغانستان سره د ۱۶ ملیونه ډوزه واکسینو مرسته کوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې یې تر دې دمه له ۸ زرو زیات د کرونا واکسین روغتیایي کارکوونکو، خبریالانو او امنیتي ځواکونو ته لګولي، او لا هم دا بهیر روان دی چې په وینا یې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې شاوخوا درې زره کسانو ته واکسین لګېدلي دي.

په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې تر دې مهاله له ۵۵ زرو زیات کسان په کرونا وبا اخته شوي چې له مخې یې ۴۹ زره بیرته ښه شوي او ۲۴۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x