افغانستان

ځلاند: د عبدالله سره د خلیلزاد لیدنه د غني د سولې ضد دریځ ننګوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د جوبایډن له ټاکل کېدو ورسته کابل ته د ډاکټر زلمي خلیلزاد لومړي سفر او نیغ په نیغه د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د هغه لیدل د کابل حکومت د مشر اشرف غني «سولې ضد» دریځ د ننګولو په معنی سره بلل شوی دی.

د سولې فعال او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فیض محمد ځلاند په یو ټویټ کې ویلي، د امریکا د نوي ولسمشر په استازولۍ کابل ته د خلیلزاد لومړي سفر او عبدالله عبدالله سره لومړی لیده کاته نه یوازې داچې د سولې بهیر څخه د نوموړي د ادارې ملاتړ په ډاګه کوي، بلکې د ملي پخلاینې عالي شورا په قوي سره د «غني او ډلې» د سولې مخالف دریځ به سخت وننګوي.

له اوږده ځنډ وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر زلمي خلیلزاد تیره ورځ له جرمني څخه د خپلو سفرونو تازه لړۍ پیل کړه او نن د دوشنبې په ورځ کابل ته راورسېدو.

نوموړي کابل ته راتګ سره سمدستي د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله او ددغې شورا له نورو غړو سره وکتل او د سولې مذاکراتو روان بهیر، تاوتریخوالي کمولو او اوربند په اړه خبرې اترې کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، چې ټاکل شوې ده ښاغلی خلیلزاد به ددې سفر په ترڅ کې د کابل حکومت د مشر ډاکټر غني په شمول نورو افغان سیاسي او حکومتي چارواکو سره هم لیده کاته او پر افغان سولې پروسې بحثونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x