افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: امریکا دې د سولې پروسې د بریا لپاره له سیمه ییزو هیوادونو سره همکاري زیاته کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر “حامد کرزي” د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان خلک د سولې د تامین او د وژنو د درېدلو په تمه دي او ددې لپاره اړینه ده چې امریکا د سیمې له سترو هیوادونو سره همکاري زیاته کړي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې کرزي په افغانستان کې د سولې په تامین، په دې برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو او د جګړې پر ژر بندیدو ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په بنسټ، د لیدنې په مهال کرزي ټینګار کړی د سولې پروسې د بریا لپاره دې امریکا د سیمې له سترو هیوادونو سره همکاري زیاته کړي.

د خلیلزاد او کرزي لیدنه داسې مهال ده چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی او خلیلزاد د یادو مذاکراتو د چټکتیا په موخه د سیمې د هیوادونو په سفر وتلی.

خلیلزاد تر کرزي وړاندې له غني او عبدالله سره هم لیدلي، او د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه ورسره غږیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x