افغانستان

محقق د «ایتلافي حکومت» جزیات افشا کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د عبدالله عبدالله د ټیم دویم مرستیال، حاجي محمد محقق نن په یوې مرکه کې د دوو نوماندو ترمنځ د راتلونکي ایتلافي حکومت پر سر د موافقې جزیات بربنډ کړي دي.

پرون د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري له خوا دواړه نوماندي راتلونکي ایتلافي حکومت ته اړیستل شول؛ خو د دې ایتلافي حکومت جزیات لا هم پټ وو. پرون دواړو نوماندو راتلونکی ایتلافي حکومت د «ملي یووالي» حکومت باله.

محقق نن (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه) په کابل کې وویل، چې د «ملي یووالي» حکومت کې به بریالی نوماند ولسمشر کېږي او ناکام به یې د «اجرایوي شورا» مشر وي. دغه پوسټ د افغانستان په حکومت کې تر دې مهاله نه و.

تر دې دمه د دواړو نوماندو ترمنځ د موافقې کوم رسمي لاسلیک شوی سند د رسنیو په لاس کې نه شته.
محقق پر دې اعتراف وکړ چې دا موافقه د جان کېري د منځګړيتوب په پایله کې شوې ده. محمد محقق د موافقې په باب وړاندې وايي، چې د دې طرحې پر بنسټ به تر دوو کلونو پورې دا اجرایوي پوسټ په لومړي وزارت اوړي. د دې بدلون لپاره باید په اساسي قانون کې هم بدلون راوړل شي.

مګر فیض الله زکي، د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند دغه افشا نه تاييد او نه هم رد کړه. زکي دا هم وايي، چې دویم دور ټاکنو کې به مات شوی ټیم له حکومته لرې نه پرېښوول کېږي.

زکي زیاتوي چې په مذاکراتو کې و، مګر د ځواک د وېش په اړه معلومات نه لري. د اشرف غني ټیم دغه ویاند دا موافقه یوه «تاریخي لاسته راوړنه» وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

اشرف غني ته ډېروسرناخلاصوپښتنورايه په دې ورکړه چي ائتلافي حکومت به نه جوړوي اوددوی فکرداووچي زموږرايه ټاکونکي ده خونن به پوه شوي وي که يې په سرکي ماغزه وي

حميدالله

که په رښتیا هم داسي وي نو پخپله کارول شوي رایه پیښمانه یم

ناصری

که یو افغان ددی دپاره یوه ټیم نوماند ته رایه ورکوی اوغوره یی ګڼی چی ګواکی دی دبل ټیم د نوماند پرپرتله دهیواددآبادی اوپرمختګ لپاره ښه طرحه لری نوداچی دواړه نوماندان واک ته رسیږی په منځ کی دهغه رایی ارزښت له منځه لاړ چی هغه بی طرفه او ناچاره وګړی دغوره ټیم په نفعه کارولی وه. نوداومنی چی په راتلونکی کی هغه غوره نوماند هم خپل اعتماد دلاسه ورکړ او نوربه هیڅ افغان وګړی دخپلی ګوتی دلاسه ورکولو په قیمت رایه ورنکړی او ټاکنی به هسی یو بی ارزښته کاروګڼی لکه چی دی. په خدای قسم دی چی ملګرو دکومی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x