افغانستان

لوی څارنوال له خپلې دندې استعفاء کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لوی څارنوال محمدفرید حمیدي د ناڅرګندو دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفاء کړې او اشرف غني یې استعفاء منلې ده.

د اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال ددې خبر په تایید سره ویلي، چې ښاغلي حمیدي د کورنیو ستونزو له کبله استعفاء کړې او اشرف غني د هغه د استعفاء د منلو ترڅنګ د نوموړي له تیرو څو کلونو کار کولو څخه مننه کړې ده.

محمدفرید حمیدي له ۱۳۹۵ل کال راهیسې د ملي وحدت حکومت په جریان کې د لوی څارنوال په توګه ونومول شو؛ خو په هغه وخت کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د شدیدو اختلافاتو له کبله ۲۰ میاشتې وروسته د ملي وحدت حکومت له پیل سره سم نوموړی رسما په دنده وګومارل شو.

پر نوموړي تور پورې کیږي چې په افغانستان کې د فساد لویو دوسیو سره یې سیاسي چلند کړی او هغه لوی «فاسد» چارواکي یې نه دي محاکمه کړي چې په افغانستان کې د اداري فساد اصلي عاملین بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لاروی

لوی څارنوال فرید حمیدي پخپله مفسد سړی و خپل خپلوان یي په لوړو پوستونو کې مقرر کړي وو اوس هم شته دي. یوه نمونه یي تورنجنرال عبدالقیوم نظامي د عبدالظهور زوی د جلال اباد د سرخرود اوسیدونکي دی. دغه سړی یې د خاله زوی کیږي. یو تکړه څارنوال تورنجنرال غلام دستګیر رنجبر سره د فساد سره د مبارزې په ریاست کي مستنطق و، هغه يې تقاعد ته سوق کړ، خپل د خاله زوی نظامی یې ریس مقرر کړ. ور پسي یې جنرال کړ، کال وروسته تورنجنرال شو… دې مفسد هغه وخت کرايي کور کي ژوند کولو اوس په قرغه کي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x