ورزش

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ سبا پېلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو سیریز سبا د سه شنبې په ورځ په عربي اماراتو کې پېل شي.

دا لومړی وار دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په یوه وخت د دوه ټیسټ سیالیو سیریز ترسره کوي، له دې وړاندې یې د هند، ایرلینډ، بنګلدیش او ویسټ انډيز لوبډلو پر وړاندې یوه جلا جلا لوبه کړې ده چې دوه بریاوې یې خپلې کړي او دوه ماتې یې منلې دي.

افغان ملي لوبډلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د زمبابوې پر وړاندې ټیسټ لوبو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم په کې شامل شوي دي.

باید وویل شي چې د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان ګوته څه موده وړاندې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پرمهال ټپي شوې وه، کرکټ بورډ په لومړي ټيسټ کې د نوموړي ګډون شکمن ګڼلی چې لا یې هم په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه به د سه شنبې په ورځ سهار (۱۰:۰۰) بجې د افغانستان پر وخت د ابوظبي په شیخ زید لوبغالي کې پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x