افغانستان

د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې ترافیکي پېښه کې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه نن سهار د لغمان ولایت اړوند قرغیو ولسوالۍ په «کاکڅ» سیمه کې د یو ټراکټور او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله  دولتزی وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

ددې پېښې علت تراوسه نه دی معلوم شوی؛ خو تردې وړاندې زیاتره ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x