افغانستان

سيګار: د امريکا ميلياردونو ډالر پر ودانيزو چارو او د ګرانبيه موټرو په پېرلو ضايع شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې «سيګار» ويلي، په تېرو څو کلونو کې د امريکا ميلياردونو ډالر پر ودانيزو چارو او د ګرانبیه موټرو په پېرلو ضايع شوي دي.

د سيګار په راپور کې راغلي، چې تر ۲۰۰۸ کال پورې د ودانيو جوړونې او ګرانبيه موټرو د پېرلو لپاره ۷ ميليارده او ۸۰۰ ميليونه ډالره لګښت شوی، خو د پلټنو په پايلو کې دوی ته معلومه شوه، چې په دې کې يوازې د درې ميلياردو او ۴۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړې شوې ودانۍ او رانيول شوي موټر جوړ وو او د امريکا د ماليه ورکوونکي ولس پاتې نور ډالر ضايع شوي وو.

د سيګار سر مفتش جان ايف سوپکو

د سيګار سر مفتش جان ايف سوپکو په وينا، رښتيا خبره دا ده، چې په دغو موټرو او ودانيو کې يې ډېری نه دي کارول شوي، ځينې يې په لومړيو وختونو کې خراب شوي او يا هم همداسې پرېښول شوي دي او دا موضوع د مرسته ورکونکو ادارو لپاره د اندېښنې او خفګان لامل ده.

د چارو څارونکي وايي، د امريکا ولس له تېرې شل کلنې جګړې تنګ شوی او د امريکا نوی ولسمشر جو بايډن په خپله تګلاره کې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بیا کتنه لګیا دی.
د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټول امريکايي پوځيان بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوسمهال په کابل کې له حکومتي چارواکو سره پر خبرو اترو بوخت دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې جرمني ته تللی و او ټاکل شوې، چې له کابل وروسته به پاکستان او قطر ته هم لاړ شي، تر څو د افغانستان سولې بهير کې د پرمختګ پر لارو چارو نور بحثونه وکړي.

په افغانستان کې د امريکا د پانګونې زيانونه هيښوونکي نه دي

د «لانګ وار ژورنال» ورځپاڼې شنونکی «کار بېل روګيو» وايي، په افغانستان کې د امريکا د پانګونې زيانونه هېښوونکي نه دي؛ ځکه چې دا پانګه د وسله‌والو بریدونو، اداري فساد او د پایلو له اټکله پرته لګول شوې وې.
روګيو وايي، د ښوونځي يا کلينک جوړول جلا خبره ده او دا چلول يا يې په ښه حالت کې ساتل بله خبره ده، چې په افغانستان کې داسې خبرو ته پام نه کيږي.

د «لانګ وار ژورنال» ورځپاڼې شنونکی «کار بېل روګيو»

د نوموړي په وينا امريکا او نړيوالې ټولنې تر ډېره په افغانستان کې د رشوتونو، اداري فساد او نااهلۍ سهي اندازه نه وه لګولې او له همدې امله هلته د امريکا ډېرې پروژې له ناکامۍ سره مخ دي.

د سيګار ادارې مشر جان سوپکو وايي، چې د ودانيو جوړوونکو امريکايي ادارو له افغان چارواکو دا پوښتنه هم نه ده کړې، چې ايا دوی دې ودانيو ته اړتيا لري که نه او ايا دوی به يې بيا په ښه حالت کې وساتلی شي که نه.

سيګار زياتوي، دا دومره ستر مالي زيانونه له دې امله هم شوي، چې د امريکا ګڼ قوانين په کې تر پښو لاندې شوي؛ ځکه د امريکا مرسته کوونکې ادارې په دې مکلفې دي، چې په يوه هېواد کې تر هغو پورې ودانيزې چارې پيل نه کړي، تر څو، مرسته اخيستونکی هېواد دا روښانه نه کړي، چې دا مرستې به په سمه توګه کاروي او د چلولو لپاره به يې اهل کسان او مسؤولين ګماري.

د افغانسان د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه پخواني سلاکار طارق فرهادي ويلي، مرسته ورکوونکي هېوادونه دا فکر کوي، چې دوی ډېر ښه پوهيږي او له همدې امله ډېری وخت له افغان حکومت سره د خپلو پروژو د تطبیق په اړه سلا مشورې هم نه کوي.

امريکا شنونکی کار بېل روګيو وايي، د کابل حکومت نااهلي او د پروژو ناکامي د طالبانو هغې دعوې ته نور قوت هم وربښي، چې افغان حکومت نااهله، له فساده ډک او د ولس اړتيا په پوره کولو کې ناکام او بې پروا بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د سیګار او لا د لانګ وار ژورنال مشر خپل ورسبارل شوی کورنی کار ترسره کړه د کوم د باره چه معاش ورکول کیږی چه تاسی به د اشغالګرو د مصارفو څارنی او پلټنی کوی یعنی دا کار یی باید کړی وی دا په جنګو کی د اجنګو نهادو څخه د نظارت یا څارنی یو نهاد دی. له دی نیوکو ځانونه ژغوری چه د تریلونو ډالرو د مصرف د پاره مو باید د څارنی یو نهاد جوړ کړی وی جه جوړ شوی دا چه هغوی وخت نا وخت هغه هم په خروار کی خورد راپورونه ورکوی حکومت او نظم نوین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x