افغانستان

کاپیسا کې د پوځي عملیاتو پرمهال ۱۹ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پرمهال طالبانو سره نښته کې د کمانډو عسکرو په ګډون لږ تر لږه د ۱۹ تنو دولتي عسکرو د وژل خبر ورکړل شوی دی.

دفاع وزارت له تیرې یوې اونۍ راهیسې د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په افغانیه درې کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي، چې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

که څه هم دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې د بهرنیو جنګیالو په ګډون د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا کړې؛ خو طالبانو بیا د دفاع وزارت ادعا بې اساسه بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د افغانیه درې په «امام خیلو» سیمه کې یې له عملیاتي قوې سره د نښتو پرمهال ۱۹ تنه دولتي عسکر وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو سره همهاله د کابل حکومت عسکرو د پلازمینې کابل په ګډون په ګڼو ولایاتو کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، چې ورسره د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

حکومت خو بیا وایی چی موږ ۳۵ طالبان ## کړیدی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x