افغانستانسولې اړوند خبرونه

«خلیلزاد: امریکا کله هم له دوحې تړون څخه نه وځي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ «زلمي خلیلزاد» کابل ته د خپل وروستي ‌سفر په دوران کې کابل حکومت ته واضح کړې، چې امریکا کله هم د دوحې له تړون څخه نه وځي؛‌ بلکی د یادې توافقنامې د یو شمېر مواردو د تعدیل په اړه غور کوي.

الجزیره تلویزوني‌ شبکې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې خلیلزاد کابل ته د خپل پروني سفر په مهال له دولتي‌ چارواکو سره لیدنې کړې او تر روغې جوړې وروسته د نظام د څرنګوالي‌ او اوربند په اړه ورسره غږېدلی.

د سرچینې په حواله، خلیلزاد د «بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت» ‌په ګډون د دوحې توافقنامې د یو شمېر مواردو د تعدیل په اړه له چارواکو سره غږېدلی او کابل حکومت ته یې واضح کړې، چې امریکا کله هم د دوحې تړون څخه نه وځي؛ بلکې یوازې د تعدیل هڅه یې کوي.

په دې لیدنو کې خلیلزاد د طالبانو او کابل حکومت تر منځ په لوړه کچه د یوې ناستې د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.

حکومت که څه هم تر دې دمه ددې لیدنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو سیمې ته د زلمي خلیلزاد وروستی سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې له یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته مذاکراتي‌ ټیمونو یو ځل بیا ناستې پيل کړې دي.

زلمی خلیلزاد له خپل ټیم سره یو ځای د افغانانو خپلمنځي‌ خبرو ته د «چټکتیا» وربښلو په موخه د سیمې په سفر راوتلی او تېره ورځ یې په کابل کې له اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف او نورو مخکښو سیاسیونو سره لیدلي‌ دي.

بل لور ته د زلمي‌ خلیلزاد وړاندیزونه داسې مهال دي، چې د امریکا نوی حکومت وایي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې هوکړه بیا ځلې ارزوي‌ او په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي‌ اعلانوي.

که څه هم کابل حکومت د امریکا له لوري د دوحې د هوکړې ارزولو ته خوښ ښکاري، خو طالبان ټینګار لري، چې یاد تړون باید قدم په قدم پلې شي‌.

طالبانو تر دې وړاندې ګواښ کړی وو، که چېرې بهرني ځواکونه له ټاکلې مودې زیات په افغانستان کې پاتې شي؛‌‌ په وړاندې به یې توند مقاومت بیا ځلې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا په دغومره لویوالی او سوپرپاوری د یو ګروپ طالبانو په مقابل کی چه نه د خپل هیواد سیاسی قدرت لری ، نه یی شمیر، نه یی وسلی او وسیلی او داسی نور او نور د طالبانو د شمیر، روزنی، وسلی وسیلی ، پیسی او داسی نور د طالبانو سره حتی د مقایسو وړ نه دی بیا هم د هغو پاګلانو او چرسیانو او د نشه توکو روږد شوو په شان یوه ورځ د یوی خبری توافق کوی بله ورځ وایی نه زه تیروتلی ووم داسی نه کوم داسی کوم . کله یوه او کله بله بهانه کوی ، اصلا… نور لوستل »

ګل احمد

دا د توند مقاومت خبره درواغ نه راته ښکاري. د دې کار لپاره طالبانو ډیري بدرازه وسلې اماده کړي دي. که د کابل ښاروالي چارواکي پرې خبر سي زاره به یې وچوي. طالبانو ته اړتیا نسته چي دا وسلې پر کابل باندي کار کړي. تنها عکسونه یې پر میډیا خپاره کړي د امر الله صالح څخه به شپیلک ورک سي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x