شعـــــرونه

کوڅې دي رانه ورکې/ خالقيار

خالقيار احمدزی

راغلی یم تر ښاره خو کوڅې دي رانه ورکې
د یار تر څنګ ولاړ یمه کیسې دي رانه ورکې

جانانه مجاهده، ستا پګړۍ جې یادوومه
په ډیرو افغانانو کې شملې دي رانه ورکې

وچکالي شوه د یارانو، رژیدلي ګلابونه
خزان ټول پسرلي شول، خاطرې دي رانه ورکې

له ګرانه افغانستانه مې چا جوړ جنت دوزخ کړ
حساب به ورسره کړو، خو شیبې دي رانه ورکې

که وځئ نړیوالو او که پاتې شئ همدلته
نه ستړي له جهاد یو، نه وسلې دي رانه ورکې

ای خدایه ته مو ستا و بندګي ته اماده کړې
په غم کې د پیسو شولو، سجدې دي رانه ورکې

قلم مې اوښکې توی کړې ستا یادو ته ورکه یاره
غزلې افسانه شوې، ترانې دي رانه ورکې

سر پورته خالقیار کړم، ماښام شوی سپیده چاو وي
د یار په تمه تمه ورځې شپې دي رانه ورکې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x