شعـــــرونه

د محمد مهاجر دوه شعرونه

محمد مهاجر

بس رابه شي نور ورکه ازآدۍ زموږ تر کلي
شي بيرته را ستنې به توتکۍ زموږ تر کلي

بلاله! اذآن وکړه سپیدې وچاودې سهار شو
راغلې تور پاجونه او پګړۍ  زموږ تر کلي

په وچو، وچو شونډو به خپره د ناز مسکا کړي
راغلي دي هم سپيني ډيوه ګۍ زموږ تر کلي

د فتحو زیری ښکاري د اُفق سپینه لمن کې
را درومي د غزلو ښاپېرۍ زموږ تر کلي

بیرغ د آزادۍ چې په پامیر وهي وزرونه
راځي به، ننواتې بيا نړۍ زموږ تر کلي

سيالۍ کې، وګټله سپين کابل سپينې ماڼۍ نه
تيريږي په نڅا سپينه سپوږمۍ زموږ تر کلي

له دې پورې سره غرنه يې،  مُحَمَّدٌ مهاجِره!!
اوس هر سهار راځي غږ دشپيلۍ زموږ تر کلي
………..

ولس د امن ساه اخلي اشغال په ټولېدو دی
هیواد نوې فضاء اخلي اشغال په ټولېدو دی

يتيم ګل پوښ دوکان کې دخپل پلار قبر لپاره
ګلان اخلي سودا اخلي اشغال په ټولېدو دی

ها کونډې ناوې نن دسپېلنو لوګی جوړکړی
شونډان سپړي مُسکا اخلي اشغال په ټولېدو دی

دزيري سپين مرغان مو په خوښۍ چم ته راغلي
وزرونو کې  دعاء اخلي اشغال په ټوليدو دی

د هرچا‌ په خوله دغه يوجمله ده  سوله سوله
هرڅوک ترې دا معنیٰ اخلي اشغال په ټولېدو دی

سپرليه راشه نن موله دې وران وطن غېږ تاوکړه
تاريخ به دې نوم بیا اخلي اشغال په ټولېدو دی

محمد مهاجر وخپل هیواد ته  ترانو کې
هر لفظ کې ښکلا اخلي اشغال په ټوليدو دی

محمد مهاجر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x