
د کانګرس غړی: خلیلزاد افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د مودې غځولو په موخه سیمې ته سفر کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سیمې یو شمېر هیوادونو ته سفر پیل کړی؛ د امریکا د کانګرس یو تن جمهوري غوښتونکی غړی وايي، د خلیلزاد وروستی سفر د دوحې تړون د تعدیلولو او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د مودې غځولو په موخه دی.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیال «مایکل مک کال» له امریکا غږ راډیو سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي، چې خلیلزاد د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د ځینو مواردو د تعدیلولو په هڅو کې سیمې ته سفر کړی دی او غواړي تر (می) میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نظامي حضور وغځول شي، او د جګړې د شدت کچه راټيټه شي.
مک کال وړاندې زیاته کړې، چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، دا به افغانستان کې داسې یو حالت رامنځته کړي، څه ډول چې پر افغانستان د امریکا تر حملې وړاندې په دې هیواد کې موجود وو.
د نوموړي په خبره، د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوي تړون کې باید د واک د انتقال په یوه «شفافه بڼه» هوکړه شوې وای او د اوربند د تامین په اړه پکې موافقه اخیستل شوی وای.
زلمی خلیلزاد چې تازه د سیمې په سفر راوتلی، تېره ورځ کابل ته رارسېدلی او دلته یې د کابل حکومت له مشر «اشرف غني»، د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله»، پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» او عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او د سولې د روانو خبرو په اړه ورسره غږېدلی.
الجزیره تلویزوني شبکې د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي، چې خلیلزاد د خپل سفر په مهال د کابل حکومت چارواکو ته واضح کړې، چې امریکا له دوحې تړون څخه نه وځي؛ بلکې په یاده توافقنامه کې د امریکایي ځواکونو د نظامي حضور د مودې په ګډون د یو شمېر مواردو د تعدیل هڅه کوي.
خلیلزاد د طالبانو او کابل حکومت د چارواکو تر منځ د یوې لوړې کچې د ناستې وړاندیز هم کړی دی او تر روغې جوړې وروسته د افغانستان د نظام د څرنګوالي او اوربند په اړه یې په کابل کې بحثونه کړي دي.
د بایدن هغه او دغه رقاصان فرمایی ، چه که امریکا له افغانستانه ووځی افغانستان به د امریکا له اشغال دمخه حالت ته وګرځی . ….. ډیره ښه د امریکا له اشغال دمخه افغانستان خپلواک وو، امنیت وو ، جنګ سالاران او د امریکا مریدان محوه یا مهار شوی وو هغوی مجرمین وو مجرمینو ته باید د هغوی د جرایمو سزا ورکړی شی هغوی غله وو، هغوی قاتلین او هغوی مفسدین وو نزدی وو چه الهی عدالت کی ورته مناسبی سزاوی واوروی او پری عملی یی کړی مګر د هغوی لوی شیطان دجال هغوی د الهی عدالت به محاکمو وژغورل،… نور لوستل »