افغانستان

 د بايډن اداره له طالبانو سره لومړنۍ خبرې پيلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې بهير د چټکتيا په موخه يو ځل بيا د کابل په شمول د سيمې هېوادونو سفرونه پيل کړي او له کابل وروسته به د طالبانو استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته هم سفر وکړي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، ولسمشر جو بايډن د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون ارزونه بشپړه کړې او له طالبانو سره به لومړنۍ خبرې پيل کړي.

زلمي خلیلزاد په کابل کې د ملي پخلاينې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او ورپسې د کابل حکومت له مشر اشرف غني او يو شمېر نورو چارواکو سره د سولې روان بهير په اړه تازه ناستې کړي دي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، د افغانستان سولې لپاره د بايډن ادارې مشر مرکچي د سيمې هېوادونو په سفر وتلی او دی به په لنډو ورځو کې دوحې ته هم لاړ شي او هلته به د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون او سولې بهیر په اړه د طالبانو له ډيپلوماټانو سره هم وګوري.

د امريکا ډيلي بیسټ ورځپاڼې ليکلي، زلمی خلیلزاد افغانستان لپاره د تېرو درې ولسمشرانو ځانګړی استازی په حساس پړاو کې د سيمې هېوادونو په سفر وتلی دی، چې يوه لور ته د تړون له مخې بايد تر راتلونکو دوو مياشتو ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او بل لور ته د کابل په شمول په نړيواله کچه داسې ګنګوسې هم شته، چې ايا بایډن به د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي که نه.

ډيلي بيسټ زياتوي، چې د بايډن د بهرنۍ تګلارې لپاره د افغانستان شل کلنې جګړې پای ته رسول مهم لومړيتوب دی، خو د دوحې تړون له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د وروستي مهالوېش له مخې بايد تر راتلونکو دوو مياشتو ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او بايډن تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د ورځپاڼې په وينا جو بايډن، چې د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړ، په لومړيو پرېکړو کې يې د واشنګټن او طالبانو تړون د بیا کتنې اعلان وکړ، خو له هغه څخه وخت په تېرېدو دی.

مقاله زياتوي، چې بايډن د افغانستان جګړې او روان تاوتريخوالي مخالف دی او په عين حال کې هغه تر سخت فشار لاندې دی، چې د دوحې له تړون سره سم د مې مياشت تر لومړۍ نېټې د ټولو پوځيانو له ويستلو ډډه وکړي.

خو د دوحې تړون يوه کال په پوره کېدو طالبانو يو ځل بيا پر امريکا غږ کړی، چې له ژمنې سره سم خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي او روانې جګړې ته د پای ټکی کيږي.

ډيلي بيسټ د امريکا د ملي امنيت شورا د يوه لوړپوړې غړې ليزا کورټیس له قوله ليکلي، چې د بايډن اداره هڅه کوي، چې هم د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او امريکايي عسکر هم په افغانستان کې پاتې شي.

ليزا کورټيس هيله ښکاره کړې، چې د خلیلزاد په څېر تجربه کاره مرکچيان بايد پر سياسي لار نقشې او جامع اوربند ټينګار وکړي او د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره خپلې ډيپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب ماما خلیلزاد دی په خیر راشی و به ګورو چی دا ځلی یی کوم منافقت ته ړستونی بیډوهلی.

الحاج استاذ بیانزی

بایدن امریکا نه ده یو شخص او یا یو جمهور ریس دی د خپلی دوری وخت کی د پلانګذاریو او کړنو په سر کی قرار لری څه چه یی وکړل او څه یی وویل هغه دغه جمهور ریس نه دی ویلی او نه دی کړی بلکه د امریکا هیواد ترسره کړد ی. د طالبانو سره د ترمپ تړون د ترمپ یا بایدن تړون نه بلکه د امریکا تړون وو ، هغه شوی تړون باندی بیا بازنګری هسی لغات پرانی ده باز نګری څه ؟ زه خپله زمکه په یو چا خرڅوم د خرڅلاو سند ورکوم په هغه سند کی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x