روغتیانړۍ

سعودي د سږکال حج لپاره د «کرونا واکسینو» لګولو شرط کېښود

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د سعودي حکومت د سږکال د حج فریضې ادا کولو لپاره د کرونا واکسین لګول اړین شرط ګرځولی دی.

د دوشنبې په ورځ د سعودي حکومت اعلان وکړ چې د کرونا واکسین ترلاسه کول د سږکال حج ترسره کولو لپاره اړین شرط دی.

د سعودي د روغتیا وزیر «توفیق الربیعه» ویلي، د کرونا پر وړاندې واکسین ترلاسه کول د روان کال حج ادا کولو لپاره اساسي شرط ایښودل شوی دی.

د روغتیا وزیر د روان کال حاجیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی، چې د تېر په څېر به یوازې داخلي کسان حج کوي او که به په محدود ډول بهرني کسانو ته هم اجازه ورکړل شي.

روغتیا وزارت ته په خطاب کې وزیر وویل، هغه کسان چې غواړي واکسین شي باید ژر تر ژره یې بهیر ترسره شي، ځکه چې د راتلونکې حج لپاره دا یو اړین شرط ایښودل شوی دی.

که څه هم د سعودي روغتیا وزیر په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی خو وزارت ته یې د کرونا واکسینو د کمیټې جوړولو لارښوونه وکړه.

په دې وروستیو کې د سعودي په ګډون یو شمېر هېوادونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په پار د واکسیناسیون پلانونه پلي کوي او هڅه کوي دغه بهیر لا هم چټک کړي.

د پروسږکال حج لپاره هغو داخلي او بهرني کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې په سعودي کې میشت وي، خو د ټولو حاجیانو شمېره له ۱۰ زره کسانو څخه کمه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x