ورزش

احمد شاه پکتین په ټیسټ کې لومړی افغان لوبڅار شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د دواړو لوبډلو له لوري څلور لوبغاړي په لومړي ځل ټیسټ لوبه کې وي، په داسې حال کې چې احمد شاه پکتین هم په لومړي وار د لوبڅار په حیث په ټیسټ لوبه کې راڅرګندیږي.

احمد شاه پکتین چې د افغانستان او زمبابوې لوبډلو پر وړاندې د پاکستاني علیم دار سره لوبڅاري کوي، په دې لړ کې لومړی افغان لوبڅار شو. علیم دار په نړۍ کې تر ټولو زیات د ټیسټ کرکټ لوبڅاري کړې او په نړیوال کرکټ کې غوره لوبڅار ګڼل کیږي.

۴۴ کلن پکتین په لومړي وار د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې په نړیوال کرکټ کې د لوبڅار په حیث راڅرګند شو، چې تر دې دمه یې په ۱۵ یو ورځنیو او ۲۰ شل اوریزو لوبو کې د لوبڅارۍ څرک ښودلی دی.

پکتین د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په ټيسټ لوبه کې د تلویزوني لوبڅار په حیث لوبڅاري کړې وه. د ۲۰۲۰م کال په جنوري میاشت کې د لومړي افغان په حیث د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ایونټ ۱۹ کلنو نړیوال جام کې لوبڅاري وکړه.

په داسې حال کې چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۱۲ کسیز غړیتوب لرونکي پلاوي کې د هیڅ افغان لوبڅار استازیتوب شتون نه لري، خو څلورو لوبڅارانو هر یو احمد شاه دراني، بسم الله جان شینواري او عزت الله صافي په نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې ده.

په ټيسټ کرکټ کې د ساحوي یا فیلډ لوبڅار په حیث د احمد شاه پکتین راڅرګندېدل په دې معنا چې اوس ایرلینډ یوازینی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی چې هیڅ ساحوي لوبڅار نه لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x