لیکنېنظــر

د کب لسمه؛ د تاریخ تلپاتې ورځ!

محمد آصف آزاد

ټولې ورځې له نورو ورځو سره په یو شان سهار پیلیږي؛ خو ځینې یې په خپله غېږه کې داسې پېښې ولري، چې یاد او اغېز یې تلپاتې کړي او یوه نه هېرېدونکې ورځ وګرځي. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب لسمه یوه همداسې نه هېرېدونکې ورځ ده او د افغانستان په تاریخ کې د ډېرې مهمې ورځې په توګه ثبت او تلپاتې شوه. پر همدې ورځ پر افغانستان د یرغل کوونکې امریکا او ناټو یرغلګرو هېوادونو کبرجن استازي د افغان مجاهد ولس له پګړیوالو استازو سره د هغې توافقتنامې لاسلیک ته کښېناستل چې، یرغلګرو پکې منلې وه چې د افغانستان د اشغال ساتلو توان نور نلري او د افغان مجاهد ولس آزادۍ او خپلواکۍ ته په احترام او درنښت خپل سر ښکته کوي. دغه ورځ که څه هم د افغانانو لپاره په ځانګړې ډول د ویاړ او افتخار ورځ ده؛ خو په عام ډول د ټول مسلمان امت ته د ویاړ او خوشالۍ او د نړۍ ټولو مظلومو او محکومو ملتونو ته د ازادۍ بښونکي الهام او د خپلواکۍ ګټلو اطمنان بښونکې ورځ هم ده. دې ورځې د ډېرې مودې هغه خیال غلط او پوچ ثابت کړ، چې امریکا جمع ناټووال یې نه ماتېدونکی ځواک باله، د ډېرو هغه اند یې غلط ثابت کړ، چې تش لاسي طالبان به په زور و زر سمبال یرغلګر ځواکونه مات نکړای شي او د ډېرو هغه ګومان یې غلط ثابت کړ، چې د افغان مجاهد او مبارز ولس مقاومت یې بې ګټې باله.

دا ورځ د هغې توافقتنامې د لاسلیک ورځ ده چې یو لوری پکې هغه زورور، کبرجن او د وخت په تر ټولو قوي مادي وسایلو سمبال یرغلګر لوری و چې، په افغانستان یې یرغل کړی و، د افغانانو آزادي یې په ډېرې سپینسترګۍ، وحشت او کبر تر پښو لاندې کړې وه، د مقاومت کونکي مبارز ولس لپاره یې له مرګ او زندان پرته بل انتخاب نه درلود؛ ځکه چې د مادیاتو له پلوه د خورا تش لاسي ملت په مقابل کې خورا سمبال و او همدې مادي شتو او قوت داسې نشه کړي، مغرور کړي او بېپروا کړي و چې، له مبارز لوري سره یې خبرې او مذاکرات د ځان توهین، سپکاوی او پېغور ګاڼه. او د ماتې د ورځې، د تښتېدو د ورځې او بلاخره مقاومت کوونکي لوري سره خبرو او مذاکراتو ته د خم کېدو او په ګونډو کېدو د ورځې خیال یې هم نه راته. او بل لوری بیا هغه لوری دی چې د مادیاتو له پلوه نېستمن، خو د معنویاتو له اړخه خورا شتمن، د الله تعالی په نصرت او کومک بشپړ مطمئن او د آزادۍ او خپلواکۍ ګټلو لپاره هر ډول ستونزو او کړاوونو ته بشپړ تیار، هرې قربانۍ ته په پوره حوصلې او زغم ور وړاندې کېدونکی، خپل پاک او لوړ هدف ته پوره ژمن او د خپل منزل په لوري د نړۍ د هغه او دغه له خبرو بېپروا ګام اخیستونکی دی.

دا ورځ له یوې خوا د نړۍ د مغرورو، ظالمو او یرغلګرو قوتونو په مخ دروند ګوزار دی، له بلې خو بیا د نړۍ مظلومو ولسونو ته د آزادۍ ګټلو او خوښیو څرک دی، چې دوی ته یې عملاً وښوده چې تاسې بریالي کېدونکي یاست، د آزادۍ ګټلو مقاومت بری موندونکی دی او یرغلګر لوری که هر څومره زورور دی، خو بلاخره د مقاومت کونکو په لاسونو ماتېدونکی او بلاخره خپلې ماتې منلو او تېښتې کولو ته اړ کېدونکی دی.

د دغې ورځې یاد به همېشه هر یرغلګر او ظالم قوت ته د وېرې او ډار، ماتې او ناکامۍ زړه خوړونکی او زورونکی احساس او د تېښتې پېغوریزه درانه او کلکه څپېړه وي. او د دغې ورځې یاد به تل مظلومو او هغو ملتونو ته چې آزادي یې سلب شوې د بري ډاډ او اطمنان، د آزادۍ ګټلو خوږ احساس، او د پرمخ ګام اخیستلو معنوي قوت وي.

افغان مجاهد او مبارز ولس، بشپړ اسلامي امت او د نړۍ ټولو مظلومو او په آزادۍ او خپلواکۍ مینو او مبارزو ملتونو ته دې دا ورځ مبارک وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ځینی وختونه ځینونو پیچلو سیاسی – اجتماعی مسائلو ته په کتو سره یو څوک قهراً د شک او تردید او بدبینۍ او حتی بیری په منګولو کی را ګیر سی. ځینی استعماری لوبی د پراخ تلبیس په واکس برېښوَل سوی وی، ظاهراً ښکلی او خوږې ښکاری خو تریخوالی ئې وروسته احساس شی. تېر کال کبیسه کال ؤ ( د فبروری میاشت ۲۹ ورځی او د کب میاشت ۳۰ ورځی وه ) درې نور کلونه به د فبروری میاشت ۲۸ ورځی وی. دا معنی: د امریکائیانو او طالب تر منځ د موافقې! د خوښۍ یا نه خوښۍ د څرګندولو کلیزه به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x